د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په خپلو مرکو کې د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د ډیموکراټانو بریا مبارکي وویله، خو ټینګار یې وکړ چې د منځمهاله ټاکنو پایلې د هغه د کار او کړنو په اړه د خلکو د نظرپوښتنې په معنا نه دي.
ولسمشر ټرمپ له یوې خوا له ډیموکراټانو سره د همکارۍ خبره وکړه او له بلې خوا یې د هغوی پر وړاندې د خپل کلک دریځ یادونه وکړه.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "ډیموکراټانو ته مبارکي وایم، هغوی ښه کار وکړ. هغوی ۱۱ کاله هڅې وکړې چې داسې بریا ته ورسېږي او بالاخره بریالي شول. خو زه دا موضوع پر ځان د ګوزار په توګه نه ګڼم. زما په اند، موږ په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي وضعیت او ټولو هغو اقداماتو له پلوه چې ترسره کړي مو دي، د ولسمشرۍ په تاریخ کې تر ټولو غوره فعالیت کړی دی ".
هغه زیاته کړه چې د ویټو حق د ولسمشر له تر ټولو "پیاوړو صلاحیتونو "څخه دی.
ولسمشر ټرمپ وویل: " هغوی (ډیموکراټان) به داسې طرحې او وړاندیزونه راولېږي چې په بشپړه توګه غیرمنطقي به وي، او زه به یې ویټو کړم. له څو میاشتو ویټو کولو وروسته به له ما سره اړیکه ونیسي او راته به ووایي: څنګه کولای شو دا طرحې عملي کړو؟ په هغه صورت کې به موږ له یو بل سره همکاري وکړو. "
د استازو مجلس کې د ډیموکراټانو مشر حکیم جفریز د ډیموکراتانو بریا د بدلون لپاره د خلکو له غوښتنې سره تړلې وبلله.
حکیم جفریز وايي"هغوی داسې کانګرس غواړي چې د امریکا خلکو ته لاسته راوړنې ولري، او د استازو جرګې ډیموکراتان به د جنورۍ په میاشت کې د کار له پیل سره سم، همدا کار ترسره کړي."
په داسې حال کې چې په یو شمېر ایالتونو کې لا هم د رایو شمېرنه روانه ده، جمهوري غوښتونکو تر اوسه په سنا مجلس کې ۴۴ څوکۍ او ډیموکراټانو او د هغوی متحدینو ۵۴ څوکۍ ګټلې دي. د دوو نورو څوکیو پایلې، چې د میسیسيپي او الاسکا ایالتونو پورې اړه لري، تر اوسه نه دي روښانه شوې.
همدارنګه، د استازو په مجلس کې ډیموکراټانو او د هغوی متحدینو تر اوسه ۲۲۸ څوکۍ او جمهوري غوښتونکو ۱۳۹ څوکۍ خپلې کړې دي. د پاتې ۶۸ څوکیو پایلې به د رایو د بشپړې شمېرنې وروسته څرګندې شي.
د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن وايي چې د ۲۰۲۶ کال په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراټانو له پراخو بریاوو څخه ناهیلی دی، خو ژمنه یې وکړه چې د هغه څه پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې نوموړي د سوسیالیستي خوځښت بغاوت کوونکي وبلل.
د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن وايي"هر هغه امریکایي ته چې د نن شپې د ټاکنو له پایلو ناهیلی شوی وي، زه هم ستاسو په څېر ناهیلی یم. خو موږ هېڅکله خپل مورال نه بایلو، ځکه چې موږ د نړۍ په تر ټولو ستر او عظیم هېواد کې ژوند کوو. "
په سنا کې د ډیموکراټانو مشر چک شومر د ډیموکراتاتو د اکثریت د ترلاسه کولو هرکلی وکړ.
چک شومر وايي"له ټولو ستونزو او ننګونو سره سره، موږ ډیموکراټانو د سنا مجلس وګاټه. او د امریکا خلکو ته پنځه کلمې لرو.د هوساینې وخت رارسیږي.
امریکا غږ د هغو اټکلونو سره یو ځای شوی چې وایي ډیموکراتانو په ټاکنو کې اکثریت ګټلی دی.
د امریکا د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او د سنا په جرګه کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ څوکۍ ټاکنو ته وړاندې شوې دي.د امریکا د کانګرس د ټاکنو سربیره، د ۵۰ ایالتونو له ډلې په ۳۶ ایالتونو کې د والي، د ایالت په کچه د مقننه قوې او نورې سیمه اییزې ټاکنې هم تر سره شوې.
فورم \ دبحث خونه