د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو سره په پوله د دیوال په جوړولو د ټرمپ ټینگار


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو ځل بیا پداسې حال کې د مکسیکو سره په پوله د دیوال د جوړولو په پلان ټینگار وکړ چې د فدرال حکومت د ځینو برخو د بندیدلو نهمه ورځ ده.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې دموکراتان باید د حکومت د بیرته پرانستلو لپاره له نوښت نه کار واخلي.

ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ په پخپل ټوټیر لیکلي چې د مکسیکو په سرحد کې د هر ماشوم یا د بل کوم چا په مړینه یوازې او یوازې دموکراتان گرم دي. د ولسمشر په وینا د مهاجرت په اړه د دموکراتانو احساساتي پالیسي ددې لامل شوې چې خلک خطرناکه سفر ته زړه ښه کړي او په ناقانونه توگه امریکا ته ننوځي.

ښاغلي ټرمپ ویلي "په سپینې ماڼۍ کې یم او دموکراتانو ته انتظار یم چې د سرحد د امنیت په هکله راسره یوې موافقې ته ورسیږي."

د مکسیکو او امریکا ترمنځ د دیوال د جوړولو په سر د دموکراتانو سره د نه موافقې له امله، ټرمپ د حکومت د بندولو گواښ کړی و. د جمهور رئیس د دفتر موقت رئیس مولواني وایي چې ښایي حکومت به تر ډیرې مودې پورې بند پاتې شي.

جمهور رئیس ټرمپ له کانگرس نه د مکسیکو پر سرحد د دیوال د جوړولو لپاره ٥،٧ میلیارد ډالر بوډجه غوښتې ده، خو دموکراتان له دې غوښتنې سره موافق ندي.

د امریکا کانگرس د ٢٠١٩ کال د جنورۍ تر دوهمې نیټې پورې په رخصتۍ دی او د امریکا د فدرال حکومت د ٨٠٠ زره مامورینو څخه یو شمیر یې په کور ناست دي او ځیني یې د معاش پرته کار کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، گواښ کړی که د امریکا او مکسیکو ترمنځ په پوله د دیوال جوړولو لپاره پوره بودجه تصویب نشي حکومت به یې د مکسیکو سره د هیواد جنوبي سرحدونه په بشپړه توگه وتړي.

خو د مکسکیو د سرحد تړل د دواړو هیوادونو ترمنځ په ورځ کې د ١،٦٨ میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداگریزو اړیکو د شلیدلو په معنی دي.

په تیرو دوو میاشتو کې د امریکا په جنوب لویدیځ سرحد کې شاوخوا ١۴٠ زره ناقانونه مهاجرین نیول شوي دي. دا شمیر تیر کال په همدې موده کې تقریباً ٧٥ زرو ته رسیده.

XS
SM
MD
LG