د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې پر روسیې د بندیزونو او تعرفو د معافیت پرېکړه یوه هڅه ده چې مسکو د "سولې د مذاکراتو له میزه" لېرې پاتې نه شي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۸مه] د تروت شوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل: "د روسیې په اړه مې پرېکړه ډېره ساده ده. زه د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې د سولې د خبرو اترو په بهیر کې یم او نه غواړم داسې څه وکړم چې په احمقانه توګه روسیه د چنې وهلو له مېزه لېرې کړي."
په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ وویل چې روسیه د ایران سره دومره مرسته نه کوي او دی غواړی چې دغه حالت وساتي.
ټرمپ زیاته کړه: "شاید تر دې هم مهمه دا ده چې روسیه د ایران اسلامي جمهوریت سره د مرستې لپاره، د هغه څه په پرتله چې کولی یې شي، ډېر لږ کوي، که څه وي او زه غواړم چې همداسې پاتې شي او هم به داسې وي، مګر دا چې احمقان یې مخه ونیسي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر تېره اونۍ د یو اجرائیوي فرمان په ترڅ کې د روسیې او ددې هېواد د تېلو او ګازو د پېریدونکو هېوادونو پر وړاندې د نویو بندیزونو او تعرفو مهمې برخې له عملي کېدو مخکې وځنډولې. ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه د متحدو ایالتونو د ملي ګټو سره برابره بولي خو د اوکراین په شمول ځېنو لوریو پر دې پرېکړې نیوکې کړې دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیز زېلنسکي ویلي چې پر ولسمشر ټرمپ باور لري خو د مسکو سره ملګرتیا به د واشنګټن یوه "تاریخي تېروتنه" وي.
فورم \ دبحث خونه