د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران په اړه ډېر 'پرمختللي استخباراتي' معلومات لرو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې واشنګټن د تهران په اړه "ډېر پرمختللي استخباراتي معلومات" لري.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۲۵مه] میشیګن ایالت ته له روانېدو مخکې، په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د ایران پر وړاندې "ډېره ښه روانه" ده.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "د استخباراتي راپورونو دوه ډېر مختلف ډولونه شته — زه دواړه لرم... موږ د ایران په اړه ډېر پرمختللي استخباراتي معلومات لرو او د ایران پر وړاندې ډېر ښه روان یو."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د متحدو ایالتونو یوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي په یوه یادښت کې چې رویټرز خبري اژانس کتلی، خبرداری ورکړی چې ایران د امریکا د کارکوونکو د په نښه کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د چارواکي په حواله راغلي چې د امریکایانو پر وړاندې د تهران له خوا وژونکې دسیسې "پرمختللو پړاوونو" ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، د غیر محرم یادښت یوه کاپي د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او بله د سي ای اې مشر جان راټکلېف ته رسېدلې ده.

د ملي استخباراتو د رییس جې کلیټن دا خبرداری وروسته له هغې مطرح کېږي چې واشنګټن د دې اونۍ په پیل کې په سعودي عربستان کې د خپل سفارت د کارکونکو شمېر راکم کړ.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ [اکټوبر ۲۴مه] د لسو څخه د زیاتو هېوادونو لپاره چې سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات، عراق او اسرائیل هم پکې شامل دي، د خپلو اړوندو سفرونو لارښود تازه کړ او د حوثیانو له خوا د ګواښ د زیاتوالي یادونه وکړه.

د هرمز په تنګي کې د پوځي چارو ارزول

د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر جنرال براډ کوپر د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي ته تللی و.

کوپر د نړیوالو اوبو په مسیر کې د پوځ په شینوک هلیکوپتر عملیاتي بهیر معاینه کړ.

سنټکام وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۳۰۰۰ څخه ډېرې سوداګریزې کښتۍ د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د هرمز له تنګي څخه تېرې شوې دي.

کوپر وویل: "موږ په خلیج کې د خپلو شریکانو او د کښتۍ چلولو له صنعت سره څنګ په څنګ ولاړ یو. دا سفر د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ د دوامدارې ازادۍ لپاره زموږ پر کلکې ژمنتیا ټینګار کوي."

سنټکام وايي چې امریکایي ځواکونو په وروستیو میاشتو د ایران د سپاه پاسدران لخوا ایښودل شوي سمندري ماینونه پاک کړي دي.

د سفر په ترڅ کې کوپر د هغو امریکايی سرتېرو سره ولیدل چې د ماین پاکۍ چارې یې پرمخ بېولي. ده په خپلو چارو کې د سرتېرو د "دوامدارې ژمنتیا" ستاینه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ ویلي چې په سیمه کې "بنسټیز او ستراتیژیک بدلونونه" پدې مانا دي چې له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته به د هرمز تنګي د مدیریت په شمول "هېڅ شی" په خپل پخواني حالت کې نه وي.

پر ایران د "بل پوځي برید" په تړاو، عراقچي وویل چې د تهران پالیسۍ به "که جګړه پیل شي او که نه" بدلون ونه مومي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ [اکټوبر ۲۳مه] وویل چې متحده ایالتونه ښايي په ایران کې "یو بل کوچنی حماسي غضب" عملیات ترسره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG