د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: له ایران سره د هوکړې لپاره بیړه نه لرو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې په خپل استوګنځي کې له خبریالانو سره خبرې کولې. (اکتوبر ۳۱)
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې په خپل استوګنځي کې له خبریالانو سره خبرې کولې. (اکتوبر ۳۱)

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې واشنګټن له تهران سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره بیړه نه لري.

ټرمپ د شنبې په ورځ (اکتوبر ۳۱) په فلوریډا ایالت کې په خپل استوګنځي کې خبریالانو ته وویل: «له دې امله چې موږ د ایران سمندري ځواک، هوايي ځواک، هوايي دفاع او نږدې ټول پوځي تجهیزات له منځه وړي دي، نو اوس د [هوکړې] لپاره دومره بیړه نه لرو.»

ټرمپ زیاته کړه چې متحدو ایالتونو د ایران د اټومي وړتیاوو تر څنګ، د دغه هېواد د تولیدي وړتیاوو «ډیره برخه» هم له منځه وړې ده.

هغه وویل: «لا هم باید د یو یا دوه نورو [اټومي تاسیسات] په اړه اقدام وکړو. البته موږ دا کار په لسو دقیقو کې ترسره کولی شو، یوازې لس دقیقې! نو ځکه دغه پلان په لاس کې لرو.»

خو ټرمپ څرګنده نه کړه چې ایا متحده ایالتونه به ژر پر ایران خپل پوځي بریدونه بېرته پيل کړي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل کولو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

روبیو د شنبې په ورځ د جي-۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پرمهال په یو خبري کنفرانس کې، د واشنګټن او تهران ترمنځ هغو خبرو ته په اشارې سره چې د قطر په منځګړیتوب روانې دي، وویل چې هغه نه پوهېږي ایا د یوې پایلې د ترلاسه کولو لپاره دغو خبرو ته کوم ټاکلی مهالوېش شته او که نه.

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې ایراني استازي د قطر له منځګړو سره د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ هم د پرله‌پسې درېیمې ورځې لپاره په دوحه کې وو.

دا خبرې په داسې حال کې روانې دي چې په امریکا کې د نومبر د درېیمې نیټې له منځمهاله ټاکنو وروسته، د واشنګټن له خوا پر تهران د احتمالي نویو بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سه شنبې په ورځ (نومبر ۱) وویل چې په دوحه کې خبرې «دوام لري او پرمختګ پکې شوی»، خو زیاته یې کړه چې تر اوسه کومې «وروستۍ او قطعي پایلې» ته نه دي رسېدلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG