د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني چارواکې: ټرمپ به خطرناک جمهور رئیس وي


د جمهوریت غوښتونکو نوماند په ګوند کې دننه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د جمهوریت غوښتونکو نوماند په ګوند کې دننه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د ملي امنیت په چارو کې پنځوسو پخوانیو سلاکارانو خبرداری ورکړی چې سپینېماڼۍ ته د رسیدو په صورت کې به ډانلډ ټرمپ د متحدو ایالتونو په تاریخ کې یو "ستر بي پروا" جمهور رئیس وي.

د امنیتي چارو دغه پوهان وایي چې ټرمپ د جمهوري ریاست لپاره "لازم شخصیت، ارزښت او تجربه" نه لري.

د هغو کسانو په ډله کې چې په لیک یې دستخط کړی، اکثرو ېې له وړاندې نه د ډانلډ ټرمپ له نوماندۍ سره مخالفت درلود. پدېکې د استخباراتو او کورني امنیت پخواني رئیسان، د جمهوریت غوښتونکو د پخوانيو جمهور رئیسانو ستر سلاکاران او نور شامل دي.

په لیک کې چې یوه کاپې د نیویارک ټایمز لخوا خپره شوې په ډاګه ویل شوي چې که ټرمپ جمهور رئیس شو نو د متحدو ایالتونو ملي امنیت به له خطر سره مخامخ کړي.

د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست لپاره د جمهوریت غوښتونکو نوماند په ګوند کې دننه له سختو ستونزو او جنجالونو سره لاس او ګریوان دی.

د لیک په یوه برخه کې راغلي: "موږ پدې معتقد یو چې هغه (ټرمپ) به یو خطرناک جمهور رئیس وي او زموږ د هېواد ملي امنیت او سلامتیا به له خطر سره مخامخ کړي."

لیک د کورني امنیت پخواني وزیر مایکل شرټاف او د استخباراتو پخواني رئیس مایکل هیډن هم لاسلیک کړی دی
لیک د کورني امنیت پخواني وزیر مایکل شرټاف او د استخباراتو پخواني رئیس مایکل هیډن هم لاسلیک کړی دی

که څه هم چې په لیک کې ویل شوي ندي چې آیا دغه کسان به د ټرمپ دیموکراتې سیالې، هیلري کلنټن ته رایه ورکوي خو دا په ډاګه لیکل شوي چې لدې پنځوسو کسانو څخه به یوه هم ټرمپ ته رایه ورنکړي.

پدې تړاو دانالډ ټرمپ غبرګون ښودلی او ویلي چې دې چې دې د خپل هېواد لپاره عالي لیدلوری لری. ټرمپ د لیک لاسلیک کونکي او خپله سیاله، هیلري کلنټن پدې تورنه کړې چې د داعش ډلې ته یې د سر پورته کولو اجازه ورکړې ده.

لدې سره سره، د ټرمپ او هیلري انتخاباتې منډې ترړي په درز سره روانې دي.

د میشیګن ایالت د ډیترویت په اقتصادي خونه کې د خپل اقتصادي پلان د تشریح کولو پر مهال، ښاغلي ټرمپ ژمنه وکړه چې پر امریکایانو به مالیه را کموي.

ښاغلي ټرمپ وویل "زه د ټولو لپاره پر عایداتو د مالیې د کمولو وړاندیز کوم په خاصه توګه د منځني طبقې پر امریکایانو باندې. دا به نوې او ډیر ښه معاش لرونکې دندې پیدا کړي. بډای به خپله برخه ورکوي خو هیڅوک به هومره مالیه ورنکړي چې وظایف له منځه یوسي او یا د یو ملت په توګه زموږ وړتیا ته دومره تاوان ورسوي چې له نورو سره سیالی ونکړی شو.

هاخوا دیموکراته نومانده، هیلري کلنټن په فلوریدا ایالت کې امریکایانو ته د دندې موندلو په لارو چارو وغږیده.

ژمنه یې دا وه چې "زه غواړم د دندو په پیدا کولو او د عاید په زیاتولو کې مرسته وکړم. زه به د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې له دواړو ګوندونو سره کار وکړم چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دندو د موندلو سترې پانګونې ته رایه ورکړي.

د امریکا عمومي انتخاباتو ته شاوخوا درې میاشتې وخت پاتې دی او پدې موده کړې دواړه نوماندان، میرمن هیلري او ټرمپ هڅه کوي چې خپل پروګرامونه خلکو ته تشریح کړي.

XS
SM
MD
LG