د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ به بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه وپیژني


ولسمشر ټرمپ اراده لري د چارشنبې په ورځ اعلان وکړي چې امریکا به بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه وپیژني خو چارواکي وایي چې ولسمشر ټرمپ به د امریکا د سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو نیټه اعلان نه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د منځني ختېځ مشرانو ته ټیلیفون وکړ او هغوي ته یې ویلي دي چې اراده لري په اسرایلو کې د امریکا سفارت بیت المقدس ته انتقال کړي. د امریکا د ولسمشر دغه فیصله به د امریکا د منځني ختیځ په هکله د لسیزو پالیسي بدله کړي. د ولسمشر ټرمپ دغه پریکړه کیدی شي په منځني ختیځ کې تشدد هم راوپاروي.

بیت المقدس
بیت المقدس

د امریکا لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې ټرمپ به د چارشنبې په ورځ دغه پریکړه اعلان کړي. هغه به بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه وپیژني او د امریکا سفارت به شپږ میاشتې وروسته بیت المقدس ته انتقال کړي مگر د دې احتمال هم شته چې د سفارت انتقال ډیر ژر وشي.

سپینه ماڼۍ وایي چې هغه مشران چې ولسشمر ټرمپ ورته د سه شنبې په ورځ ټیلفونو وکړ ، پکې د اسرایلو صدراعظم نتن یاهو، د فلسطین مشر محمود عباس، د اردن پاچا عبدالله، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز شامل دي.

امریکا د لسیزو راهیسې د بیت المقدس په مسله دا دریځ لرلو چې اسرایل او فلسطینیان دې د بیت المقدس مسله پخپل منځ کې حل کړي.

نړیواله ټولنه د بیت المقدس ټوله سیمه د اسرایل ملکیت نه گڼي ځکه چې دغه سیمه د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو گډه مقدسه سیمه ده.

XS
SM
MD
LG