د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر له ۵ میلونو واوښت


پداسې حال کې چې د کووید۱۹ ناروغۍ د مړینو شمیر د امریکا په متحده ایالاتو کې څه دپاسه ۱۶۲ زرو ته رسیدلی په امریکا کې پدې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر د پنځو میلیونو تنو واوښت.

د امریکا متحده ایالاتو د نورو هیوادونو په پرتله د کروناویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پیښې لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د روغتیایي ارزونې او معیارونو انستیتیوت وړاندوینه کړې چې که امریکایان ماسک ونه تړي د روان کال د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې به پدې هیواد کې د کووید۱۹ ناروغۍ په وجه د مړینو شمیر شاوخوا ۳۰۰ زرو کسانو ته ورسیږي.

ددې انستیتوت رئیس کرستوفر موري ویلي دي چې که ۹۵ فیصده امریکایان د ماسک تړل پیل کړي په همدې ذکر شوې موده کې به د ۶۶ زره کسانو ژوند وژغورل شي.

د دولت مالي مرستې

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، پرون د شنبې په ورځ اگست ۸ (زمري ۱۸) یو فرمان لاس لیک کړ چې له مخې یې هغو امریکایانو ته د نغدو پیسو ورکول غزول کیږي چې د کروناویروس په وجه بې روزګاره شوي.

جمهور رئیس ټرمپ وروسته له هغې دغه تصمیم ونیو چې د دوهم ځلي مالي مرستو پر سر په کانګرس کې د دموکراتانو سره د سپینې ماڼۍ مذاکرات بې نتیجې پاتې شوې.

ښاغلي ټرمپ وویل خلک دغو پیسو ته اړتیا نلري او دغه پیسې هفوی دې ته هڅوي چې کار ته لاړ نشي.

ښاغلي ټرمپ همداشان تصمیم نیولی چې هغو کسانو ته د معاشونو مالیات ودروي چې عاید یې په کال کې د ۱۰۰ زرو ډالرو ښکته وي.

د امریکا د کار وزارت د معلوماتو له مخې د جولای په میاشت کې په هیواد کې د بیکارۍ کچه ۱۰.۲ فیصده او د اپریل په میاشت کې ۱۴.۷ فیصده وه.

کروناویروس د تیر کال په دسمبر کې د لومړي ځل لپاره د چین په ووخان ښار کې رامنځ ته شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په ټوله نړۍ کې د یکشنبې د ورځې اګست ۹ (زمري ۱۹) تر سهاره څه دپاسه ۷۲۷ زره کیان مړه کړي او څه دپاسه ۱۹ میلیون او ۶۶۵ زره کسان پدې پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG