د لاس رسي وړ اتصالات

د ترمپ زوم د مسکو سره د دسیسې جوړول رد کړل


پر ولسمشر ټرمپ انتقاد دی چې خپل اولادونو او زوم ته یې په سپینه ماڼۍ کې سترکارونه سپارلي.
پر ولسمشر ټرمپ انتقاد دی چې خپل اولادونو او زوم ته یې په سپینه ماڼۍ کې سترکارونه سپارلي.

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ترمپ زوم او نږدې سلاکار، جرید کوشنر وایي چې تیرکال د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاین په مهال یې څلور ځلي د روسي چارواکو سره ملاقات کړی، خو وایي د هغوی یا بل خارجی حکومت سره یې دسیسه نده جوړه کړې.

جرید کوشنر د دوشنبې په ورځ (جولای ٢۴) د ١١ پاڼو یوه اعلامېه خپره کړه. ټاکل شوې ده چې ښاغلی کوشنر د سې شنبې په ورځ د امریکا په کانگرس کې د سنا او ولسي جرگو د استخباراتو کمیټو ته د تړلو دروازو تر شا شهادت وکړي.

د کانگرس د دواړه خونو هئیت به د متحده ایالاتو د تیرکال په انتخاباتو د روسیې لاسوهنه وڅیړي.

کوشنر په خپلې اعلامیه کې لیکلي دي "هغه اسناد او سوابق چې زه یې وړاندې کوم دا به څرگنده کړه چې ما د کمپاین په مهال د زرگونو تماسونو کې کیدای شي څلور ځلي د روسیې د استازو سره تماس نیولی وي چې یو هم د دې وړ نه چې په یاد وساتل یا په کوم ډول اغیزمن وي."

جرېد کوشنر د املاکو ودانوونکی او په چاپې او خبری رسنیو کې پانگه لگوونکی دی. دهغه پلار چارلز کوشنر هم د املاکو تجار او ودانوونکی و. نوموړی تیرکال د ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي مبارزه کې معتبر سلاکارو او د ولسمشرۍ له پیل راهیسی د هغه نیژدی همکاردی.

جرید کوشنر د ولسمشر ټرمپ زوم او یهود دی. هغه د منځني ختیځ د پالیسۍ سلاکار او په نوې ټکنلوژۍ د حکومت د سمبالولو چارې په غاړه لري.

ولسمشر ټرمپ د خپل د زوم په هکله وایي؛

"زه ډیره علاقه لرم چې جرید له نورو هېوادونو سره د اړیکو په تړاو مرسته وکړي؛ و به گورو چې که موږ وکولی شو چې په منځني ختیځ اونورو هیوادونو کې سوله راولو. هغه ډیرښه استعداد لري."

پر ولسمشر ټرمپ دا انتقاد دی چې خپلو اولادونو او زوم ته ېې په سپینه ماڼۍ کې سترکارونه ورسپارلي دي.

دموکرات استازی په دې غور کوی چی ایا د ولسمشر ټرمپ د کورنۍ کاروبار د هغوی له سیاسی کارونو سره د گټو تناقض لری او که نه.

تیره اونۍ هغه په خپله شخصي دارایي تجدید نظر وکړ او لس اعشاریه شپږ میلیونه ډالر ېې پرې اضافه کړل، ځکه پخوا نه و ښودل شوي. دې مسلې نورې اندېښنې هم راوپارولی.

د کلیفورنیا دموکراته استازې ماکسین واټرز وایي؛

"په موږ کې ډیر کسان دا هڅې کوي چې ددې ولسمشر او د هغه د کورنۍ جرمي فعالیتونه را برسیره کړي؛ د اساسي قانون مغایر فعالیتونه رابرسیره کړي. ما هغوی ته ډیر پخوا د جرمي قبیلې نوم ورکړی دی."

د جرید کوشنر مدافع وکیلان وايی چی هغه خبرې د سوریې په ا ړه د امریکا اوروسیی د احتمالی همکاریو په برخه کې وې، په دې توگه د کوم قانون نه مخالف کارندی شوی.

په ورته وخت کې سپینه مانۍ ټینگار کوی چې مطبوعات د روسيي د تحقیقاتو په هکله ناسم معلومات خپروي.

د سپینې ماڼۍ ویانده ساره هکبي سنډرز وایي "امریکایان د دریو مهمو موضوعگانو په اړه اندیښنه لري: مهاجرت، صحي بیمه او د کارونو پیداکول. خو رسنۍ د دریو مهمو موضوعاتو په اړه اندیښنه لری: روسیه،روسيه او روسیه."

XS
SM
MD
LG