د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په افغانستان کې دښمنانو ته خپل پلان نه څرگندوو


Iran's Supreme Leader Ayatollah Ali Khamenei casts his vote during Iranian presidential election in Tehran, Iran. (Official Khamenei Website/Handout via Reuters)
Iran's Supreme Leader Ayatollah Ali Khamenei casts his vote during Iranian presidential election in Tehran, Iran. (Official Khamenei Website/Handout via Reuters)

ولسمشر ډانلډ ټرمپ ملت ته د سه شنبی د شپې په نهو بجو د واشنگټن په وخت په کانگرس کې وینا وکړله. دهغه وینا د پلویانو او بې پرې خلکو ډیر پیاوړي عکس العملونه را پارولي دي. ښاغلي ټرمپ امریکایان ملي یووالي ته وبلل.

دافغانستان حکومت د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډانالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی کوي او وایي‌ دوی هر وخت پر دې ټینګار کړې چې د افغانستان نه د امریکايي عسکرو په وتلو کې باید د وخت پر ځای حالاتو ته وکتل شي.

جمهور رئیس ډانلد ټرمپ کانګرس ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل چې امریکايي عسکر په افغانستان کې د جګړې نوي قوانین لري او نور به یې ناسنجول شوي مهالوېشونه کمزوري نکړي.

د جمهور رئیس ټرمپ د څرګندونو په اړه په افغانستان کې سیاسي څیړونکي او سیاستوال بېلا بېل نظرونه لري.

ولسمشر ټرمپ -ملت ته خطاب -عکس ا لعملونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

ددموکراتانو له خوانه دولسمشر د وینا په ځواب کې استازي جوکنېډې وویل د ولسمشر ټرمپ پالیسیو امریکایان بې لارې کړي دي.

ښاغلي کنیډې وویل هغوی دانظریه په نښه کړېده چې موږ ټول د خوندي اوسېدلو ارځښت لرو. دهغه وینا په ملیونو نو امریکایان له ویرې او غوسې سره مخامخ او اندېښمن کړل.

ځوانو جمهوري غوښتونکیو په شیکاگو کې داو ینا په یوه شرابخانه کې واوریدله. ایمانویل حارث وویل زه هغه څه اورم چی له ټرمپ نه مې داوریدلو تمه لرله. هغه په سمه لاره زموږ رهبري کوي.

خو په لاس انجلس کې د ښځو داتحادېې یوې راېې ورکوونکې رېنې کانن وویل موږ د چاپېریال په برخه کې له هغه نه یوه خبره هم وانوریدله. موږ د جگړو په اړه واوریدل خو د سولې په برخه کې مو هېڅ وانوریدل.

جیف هام په شیکاگو کې د ځوانو جمهوري غوښتونکیو رئیس وايي د ټولو امریکایانو د اقتصادي سوکالۍ لپاره ستر پلانونه تشریح شول. له داخلي جنايي ډلوسره مبارزه یوه بله مسله وه.

د نیویارک یوه رایه ورکوونکي گرازیله ماتي وايي هرڅوک چې دې ملک ته راځي هغه یو خطر گڼل کېږي. کلي فېل ځوانه امریکایي وايي داخبرې دهرهغه څه خلاف وې چې زه پرې د امریکا په برخه کې باور لرم.

خوکلارک سټیل د یوکاروبار خاوند وايي زه په رېښتیني ډول غواړم چی ددې هېواد خلک سره متحد شي. داله باما د سیگار په یوه کلب کې یوه تن وویل دولسمشر وینا له ډېر پاخه عزم او ارادې نه ډکه وه.

XS
SM
MD
LG