د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ به 'بې اتفاقه' کانگرس ته وینا وکړي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ له میلانیا ټرمپ سره د فلوریډا پام بیچ فلوریډا ته له تلو نه مخکې قدم وهي. سپینه ماڼۍ، واشنگټن، د فبروري ا وله ، ٢٠١٩ م کال.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ له میلانیا ټرمپ سره د فلوریډا پام بیچ فلوریډا ته له تلو نه مخکې قدم وهي. سپینه ماڼۍ، واشنگټن، د فبروري ا وله ، ٢٠١٩ م کال.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به سبا له کانګرس نه ملت ته وینا وکړي. د ترکیب په لحاظ اوسنی کانګرس تر پخواني ډېرتوپیرلري.

ملت ته کلنۍ وینا دوه ستر مقصدونه لري:اول، ولسمشر دامریکا ولس د حکومت په یو کلنو اجراآتو خبروي. دویم: دامریکا ولس ته د کورنیو او بهرنیو پالیسیو، تجارت اونورو مسایلو د بري، نیمگړتیاو او راتلونکیو پلانونو په اړه معلومات ورکوي.

سږکال ملت ته د کلنی وینا نه مخکی ولسمشر له دیموکراتو استازیو سره په سرحد کې ددیوال پر بودجه ډیره سخته شخړه وکړله. او داشخړه د اوږدی مودې کاربندی لامل شوه او ملت ته ېې دکلنۍ وینا نیټه هم شاته وغورزوله .

ملت ته کلنۍ وینا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

نوسیاسی تحلیل گران او د جمهوری ریاست د ویناگانو متخصصین اټکل کوی چی د ولسمشرټول مقصد به ددې کلنۍ ویناپه ترڅ کې داوي چې خپل اصلی او بنیادي پلویان په دې قانع کړي چې ددیوال وهلو شخړه ېې نده بایللې او دی په خپله خبره ټینگ ولاړدی.

څرنگه چې په کانگرس کې لا په سرحد کې ددیوال پر بودجه له جنجال نه ډک بحث روان دی او د کاربندۍ او یا ملي اظطراري حالت د اعلان اشاری هم ورکړل شویدی. نوپه کورنیو مسایلو کې به د غیرقانونی مهاجرت دمخنیوي اویوې فیز یکی مانع یعنی د یوال د جوړولو پر مسله هم ټینگار وشي.

په بهرنیو مسایلو کې ولسمشر له افغانستان اوسورېې نه دعسکرو دوتلو خبره کړېده، خو یو شمیر دموکراتان او جمهوري غوښتونکي دې مسایلو ته په بل نظر گوري.

دمثال په ډول تیره ا ونۍ د ولسمشر د ملی استخباراتو د رئیس ډان کوټیس تحلیل او ارزونېدولسمشر دنظر سرهدداعش د خطر په باب اوعسکرو دایستلو په برخه کې اختلاف نظر څرگندکړ. د ملی استخباراتو رئیس ډان کوټس وویل: داعش په دې تکل کې دی چی بیرته په پښو ودریږي، په عراق او سوریه کې لاتراوسه پورې هم په زرگونو جگړه ماران لري.

د افغانستان په برخه کې یوجمهوری غوښتونکي سناتور وویل چې موږ دخروج یوه شرافتمندانه لاره لټوو، یعنی سمدلاسه نه وزو.

په نورو بهرنیو مسایلو کې د شمالی کوریا سره اړیکی او سرمشریزی غونډې، پر ایران بندیزونه او له چین سره تجارتی جگړه چی ښايی دټولې نړۍ پر ا قتصاد ناوړه اغېزه وکړي شامل دي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې نیژدی وخت کې د شمالی کوریا د رژیم له مشر کیم جانگ اون سره د بلی سرمشریزی غونډې لپاره ځان چمتوکوی؛ د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل یوهیئت ددې سر مشریزې په ترتیبولو لگیا دی. خو دامریکا د مرکزی استخباراتو مشرې جینا هاسپل خبرداری ورکړ چې د شمالی کوریا خطر له منځه ندی تللی ځکه د غه رژیم دیته ژمن دی چی د اوږده واټن په وسله سنبال توغندي جوړ کړي او داکار د امریکاا منیت له خطر سره مخامخ کوي.

XS
SM
MD
LG