د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د سیاسي هوکړې لپاره مو خبرې ګړندۍ کړي- ټرمپ


ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ماښام خپل ملت ته وینا وکړه
ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ماښام خپل ملت ته وینا وکړه

ولسمشر ټرمپ ملت ته په وینا کې وویل چې "هغه د ولسمشرۍ د کاندید په توګه دغه دریځ لرلو چې ستر قامونه ناختمېدونکي جنګونه نه کوي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (د فبرورۍ په ٥ نیټه) ملت ته خپله کلنۍ وینا وکړه.

د امریکا ولسمشر ملت ته په خپلې وینا کې د افغانستان په هکله وویل چې د دوو لسیزو د جګړې نه وروسته اوس د سولې د کوښښونو ضرورت دی.

هغه وویل"ما په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره مذاکرات ګړندي کړي دي. زمونږ عسکرو په افغانستان کې د بیساري زړه وړتیا سره جګړه کړېده او د هغوی د زړه وړتیا په مرسته مونږ اوس د دی خونړۍ اوږدې جګړې د یو سیاسي حل وړتیا لرو."

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د سولې خبرې ګټورې وبللې. هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې زما ادارې د طالبانو په شمول د افغان ډلو سره ګټورې خبرې پیل کړي دي. چې څنگه مونږ په‌دې خبرو کې پرمختګ وکړو نو مونږ به هلته د خپلو عسکرو په شمیر کې کمي راولو او د ترهگرۍ په مخنیوي به تمرکز وکړو."

ښاغلي ټرمپ دا هم وویل چې لا تر اوسه پورې ورته دا نه‌ده معلومه چې د سولې خبرې به کامیابې شي او کنه خو وایي چې پکار ده اوس سوله وشي. هغه وویل: "مونږ ته لا دا نه ده معلومه چې مونږ به موافقې ته سره ورسیږو او کنه خو مونږ په‌دې پوهېږو چې د دوو لسیزو د جنګ نه وروسته اوس د سولې لپاره کوښښونو ته ضرورت دی."

د افغانستان برسیره ولسمشر ټرمپ په منځني ختیځ کې د خپلو عسکرو د ماموریت ستاینه هم وکړه او ویې ویل: "زمونږ عسکر په منځني ختیځ، افغانستان او عراق کې د تیرو ١٩ کلونو راهیسې نه په جګړه بوخت دي. تقریباْ ٧٠٠٠ امریکایي اتلانو خپل ژوند بایللی دی. د ٥٢٠٠٠ نه زیاتو د خپل بدن غړي بایللي دي. مونږ په منځني ختیځ کې د ٧ ټریلیون ډالرو نه زیات مصرف کړی دی."

هغه وویل چې د ولسمشر د کاندید په توګه یې یو نوی دریځ لرلو چې ستر قامونه نه ختمېدونکي جګړی نه کوي.

ولسمشر ټرمپ د سورېې نه د عسکرو را ایستلو په اړه له خپلې پریکړې دفاع وکړه.

هغه وویل چې کله یې د ولسمشرۍ دوره پیل شوه نو هغه وخت د سوریا او عراق یوه لویه برخه د اسلامي دولت په ولکې کې وه.

هغه وویل چې اوس یې د دغه د 'وینو تږې ډلو' نه سوریا او عراق ازاد کړي دي. ټرمپ زیاته کړه چې اوس باید امریکایي عسکر خپل کورونو ته بیرته راشي.

ولسمشر ټرمپ خپله اداره د ایران سره د اټومي وسلو په سر د موافقې نه په ایستلو وستایله او د اسرایلو سره یې د امریکا د ملګرتیا یادونه هم وکړه.

د ولسمشر ټرمپ وینا تر ډیره حده په کورنیو مسایلو متمرکزه وه، هغه د مکسیکو سره په سرحد د دېوال د جوړولو ژمنه تکرار کړه.

ټرمپ د سوداګرۍ، اقتصاد، مالي اصلاحاتو، روغتایي بیمې او مهاجرت په برخې کې د خپلو اصلاحاتو او د کامیابیو یادونه وکړله.

ولسمشر ټرمپ د وینا په اخیره کې د کانگرس نه وغوښتل چې پکار ده د امریکا د نور پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ورسره ګډ کار وکړي او خپلمنځي ستونزې حل کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG