د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ترمپ په څلور ورځني سفر جاپان ته تللی


ټرمپ وایي له جاپان سره یې اړیکې تر پخوا ښې شوې
ټرمپ وایي له جاپان سره یې اړیکې تر پخوا ښې شوې

جاپان ته په څلور ورځني سفر کې د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ ویلي چې د جاپان او امريکا اړیکې د تېرو وختونو په پرتله ډېرې پیاوړي شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ جاپان ته په سفر کې په پلازمینه توکیو کې يو شمېر جاپاني کاروباريانو سره د خبرو په مهال وویلي چې د جاپان او امريکا روابط د تېرو وختونو په پرتله ډېر خواږه او ښه شوي.

ولسمشر زیاته کړه امريکا او جاپان به ډېر ژر يو نوی تجارتي تړون لاسلیک کړي.

د ولسمشر په وینا د دې تړون سره هیله لري چې د امریکا او جاپان غیر مساوي سوداگرۍ ته پاملرنه وشي، د متحده ایالاتو د صادراتو په مخ کې خنډونه لرې او د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د صداقت او متقابل احترام ډاډ رامنځ ته شي.

د امریکا په یل پوهنتون کې د پي ایچ ډي محصله ایکارو یماگوشي وایي د جاپان له نظره که څه هم د دواړ هیوادونو اړیکې ژورې شوي، واشنگتن جاپان ته د یوه گواښ په سترگه گوري.

میرمن یماگوشي وایي اوس هم د جاپان په اوسپنې بندیزونه دي او د ترمپ د حکومت نه دا ویره شته چې په جاپاني موټرو او د موټرو په پرزو تعرفې ولگولي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جاپان کې د شمالي کوریا له لوري د توغندیو وروستۍ ازموینې بې اهمیته وبلله.

ولسمشر ویلي باور لري چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون به پر خپلو ژمنو ودرېږي.

ترمپ په جاپان کې د یکشنبې په ورځ (مې ٢٦) په یوه ټویټ کې لیکلي "شمالي کوریا ځینې وړې وسلې توغولي چې زه نه، خو زموږ ځینې خلک او نور یې نارامه کړي دي. زه ډاډه یم چې رئيس کېم به له ما سره پر کړیو ژمنو ودرېږي."

د شمالي کوریا د توغندیو په اړه د ټویټ څخه په لومړي ځل دا په ډاگه شوه چې ولسمشر ټرمپ د خپل امنیتي سلاکار جان بولټن سره هم نظره نه دی.

بولټن یوه ورځ مخکې ویلي وه چې شمالي کوریا د ملگرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه کړې، خو ټرمپ د توغندیو ازموینه دومره جدي موضوع نه بولي.

که څه هم د جاپان مشران توکیو ته د ولسمشر ټرمپ له سفر نه ډېرې هيلې لري خو ځينې چارواکي اندېښمن دي چې ښایي ډونالد ټرمپ به د جاپان سره هم په سوداگریز ډگر کې سختي وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ترمپ د دوشنبې په ورځ د جاپان د نوي امپراتور نارو هيتو سره ملاقات وکړي او په رسمي مراسمو کې ورسره برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG