د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ترمپ د مذهبي ازادیو څخه د دفاع او ملاتړ هوډ وکړ


د جولای میاشتې په څلورم، د امریکا د ازادۍ ٢۴١ مه کلیزه لمانځل کیږي

جمهور رئیس دونالد ترمپ د شنبې په ورځ په واشنگتن کې د ایف انجلیکل، عیسوي مذهبه غونډې ته په وینا کې وویل چې په نړۍ کې د"اسلامي افراطیت ترهگرۍ" مذهبي ازادیو ته تر ټولو لوی خطر پیښ کړی دی.

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ترمپ په هغه غونډه کې چې د شنبې په ورځ د محافظه کاره عیسوي مذهبه ډلو له خوا د کیندي د هنري نندارو په مرکز کې جوړه شوې وه وینا وکړه.

جمهور رئیس زیاته کړه "مذهبي ازادیو ته نن سبا په نړۍ کې یو مهم او خطرناکه گواښ ترهگري گڼل کیږي په تیره بیا د افراطی اسلام ترهگري. مونږ اجازه نه ورکو چې زمونږ هیواد کې ترهگري خپره شي یا زمونږ په خاروه او ښارونو کې ځاله جوړه کړي."

جمهور رئیس ترمپ د امریکا د ازادۍ د ٢۴١ مې کلیزې نه درې ورځې مخکې هوډ وکړ چې د خپل کمپاین پر مهال شوې ژمنې به بشپړې کړي او د امریکا د پخوانیو سرتیرو خیال به ساتي.

جمهور رئیس وویل "تاسو د خپل هیواد، د خپلو خلکو او د امریکا د بیرغ د دفاع لپاره خپله وینه تویه کړې ده، مینه مو ورکړې. خپل هیواد ته ستاسو وفاداري یوازې په ټکیو کې نه په عمل کې بیانیدی شي. تاسو د امریکا د بریا لپاره د مرمیو په باران کې منډې کړې او دښمن ته په سترگو کې کتلي، د امریکا لپاره مو جگړه گټلې ده او مونږ به دا حفظ کړو"

د امریکا محافظه کاره عیسویان یا د ایف انجلیکل ډله د ترمپ اساسي ملاتړې ډله ده. د کلیسا پادري روبرت جیفرس د ډونالد ترمپ د ٢٠١٦ میلادي کال د کمپاین په مهال د هغه قوي ملاتړ و.

د کیندي په هنري مرکز کې پرونۍ غونډه د جمهور رئیس ترمپ د جمهوري ریاست کمپاینو ته ورته غونډه ښکاریدله. په دې غونډه کې جمهور رئیس د گډون والو په ولولو کې ژمنه وکړه چې امریکا به بیا بریا ترلاسه کړي او هغه څوک چې امریکا ته راځي د امریکا د خلکو سره به د مینې ظرفیت ولري.

XS
SM
MD
LG