د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له سورېې نه د عسکرو دایستلو د پلان دفاع کوي


د متحدو ایالاتو د نظامی موټرو یوکتار د منبیج له یوې امنیتي پوستې نه تیرېږي؛ هغوی د سورېې په شمال کې له خپلې نظامي اډې نه د ٢٠١٨ کال د ډیسېمبر په دیرشمه ووتل.
د متحدو ایالاتو د نظامی موټرو یوکتار د منبیج له یوې امنیتي پوستې نه تیرېږي؛ هغوی د سورېې په شمال کې له خپلې نظامي اډې نه د ٢٠١٨ کال د ډیسېمبر په دیرشمه ووتل.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون ددوشنبې په ورځ د خپل هغه پلان دفاع وکړله چې وايي دامریکا عسکر به له سورېې نه سوکه سوکه وباسی او کورته به ېې ولیږي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ داهم وویل چی دامریکا پاتی عسکر به دداعش له بقایاوسره جگړې ته ادامه ورکړي.

هغه ښاردی چې د ترکېې په سرحد کې پروت دی او امریکا پلوه کردي جنگیالیو په ٢٠١٦ کال کې د داسلامی دولت له ډلې یا داعش نه ونیو.

له نن نه دوه اونۍ مخکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل ".. اوس ددې وخت رارسیدلی دی چی زموږ عسکر خپل کورته راشی." هغه زیاته کړله چېحکومت به ېې سمدلاسه ٢ زره عسکر له سورېې نه وباسي.

ټرمپ او سوریه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

سناتور روبیووايی له سورېې نه وتل داسیمه بې ثباته کولای شي ا و د حزب الله او ااسرائیل ترمنځ چې زموږ یو متحد هېواد دی دجگړې سبب کېدلی شی.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چی دی به داسرائیلل له مشرانوسره خبرې وکړي. په همدې توگه به له نورو مهمو شریکانو سره هم په دې تړاو بحث وکړی چی دامریکا د عسکرو خوندي راوتل تضمین کړي او امنیتپه موثره توگه هغوی ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG