د لاس رسي وړ اتصالات

زندان کې د ټرمپ د عکس خپریدو وروسته د هغه انتخاباتي ټیم څه باندې ۷ میلیون ډالر راټول کړي


د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ انتخاباتي ټیم وایي د تیرې پنجنشنبې اګست ۲۲ راپدیخوا چې د جورجیا ایالت د یوې ولسوالۍ په زندان کې د ښاغلي ټرمپ اخیستل شوی انځور خپور شو، دې ټیم څه باندې ۷.۱ میلیون ډالر راټول کړي.

د انتخاباتي مبارزې د ټیم ویاند سټیون چیونګ یکشنبه اګست ۲۷ (وږي۴) د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړه چې دوي یوازې پدې تیرو دریو اوونیو کې نږدې ۲۰ میلیون ډالر راټول کړي خو تر ټولو ډیرې پیسې یې وروسته تر هغه راټولې کړلی چې د فولټن ولسوالۍ زندان کې د ښاغلي ټرمپ اخیستل شوی انځور (مګ شاټ) خپور شو.

دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړی ځل و چې د یو جمهور رئیس انځور په زندان کې د رسمي کارونو لپاره اخیستل کیږي.

سره لدې چې د فرانس پریس خبري اژانس په خپلواکه توګه د ټرمپ د انتخاباتي ټیم د پیسو راټولولو رقم ندی تائید کړی خو ښاغلي چیونګ وویل چې د انځور خپریدو څخه وروسته د پیسو راټولولو بهیر بیخي ډیر چټک شوی.

هغه وویل، " اوه عشاریه یو ملیون ډالر مو د پنجشنبې ورځې راپدیخوا راټولې کړي. ۴.۱۸ میلیونه ډالر مو یوازې تیره ورځ راټول کړل چې په ټولې انتخاباتي مبارزې کې مو په یوه ورځ دومره پیسې نه وې راټولې کړې."


څو ساعته وروسته تر هغه چې د زندان څخه د ټرمپ اخیستل شوی انځور خپور شو، د هغه انتخاباتي ټیم دا انځور په کمیسونو، پیالو، سټکرانو او آن د اوبو څښلو په ترموزونو ولګاوه او د پلور لپاره یې بازار ته وړاندې کړل.

د ډونالډ ټرمپ دا انځور د فولټن ولسوالۍ په زندان کې اخیستل شوی.
د ډونالډ ټرمپ دا انځور د فولټن ولسوالۍ په زندان کې اخیستل شوی.


سره لدې چې د دا ډول انځور خپریدل ښایي د نورو سیاسي کاندیدانو لپاره د ډوبیدو معنی ولري خو د ۷۷ کلن ډونالډ ټرمپ لپاره چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید دی، پداسې یو سمبول بدل شو چې هغه پکې ځان "قرباني شوي اتل" ښیي.

د ښاغلي ټرمپ پلویانو تر څنګ یو شمیر دموکراتانو هم دا انځور خپور کړی او دایې ورسره لیکي چې "هیڅوک تر قانون لوړ ندی".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم د جمعې په ورځ یو خبري کنفرانس کې د ټرمپ انځور په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، " هو ما په تلویزیون کې ولیده. ښایسته سړی دی".
ډونالډ ټرمپ د پنحشنبې په ماښام اګست ۲۴مه د جورجیا په ایالت کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د نتایجو بدلولو لپاره د توطیې جوړولو په تور ځان د پولیسو چارواکو ته تسلیم کړ.

د چارواکو په وینا، ټرمپ د جورجیا مرکز اتلانتا د فولټن په زندان کې په رسمي ډول له نیول کېدو او له نوموړي څخه د تصویر او ګوتو د نښانونو له اخیستلو وروسته په ضمانت خوشې شو.

د ټرمپ وکیلانو ددې اونۍ په پیل کې د جورجیا له څارنوالۍ سره هوکړه وکړه چې نوموړی به له نیول کېدو وروسته په ۲۰۰ زره ډالر ضمانت د محاکمې تر ورځې خوشې کیږي.

دا په تیرو پنځو میاشتو کې څلورم ځل دی چې نوموړی د امنیتي چارواکو له خوا نیول کیږي.

د متحده ایالاتو هیڅ پخوانی ولسمشر تراوسه په جنایي جرمونو تورن شوی نه دی، خو په ټرمپ باندې تراوسه ۹۱ تورونه پورې شوي او په دې تړاو یې څلور ځله ځان چارواکو ته سپارلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG