د لاس رسي وړ اتصالات

ټېلرسن تایوان د شمالي کوریا خلاف لا زیات اقدام ته وهڅاوه


د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د تایلند له صدراعظم پریوت چن اوچا سره د بنکاک په حکومتي ودانۍ کې. د اگست اتمه ٢٠١٧م کال
د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د تایلند له صدراعظم پریوت چن اوچا سره د بنکاک په حکومتي ودانۍ کې. د اگست اتمه ٢٠١٧م کال

د تایلند د بهرنیو چارو وزیر وویل له شمالی کوریا سره تجارت په تیرکال په سلو کې ٩۴ کم شویدی.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ټیلرسن نن د سه شنبې په ورځ د تایلند له صدراعظم پریوت چن اوچا سره ددواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو دا نکشاف په اړه وکتل.

ټېلرسن د اسیان هېوادونه د شمالي کوریا خلاف فشارته هڅوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

خو د ښاغلی ټیلرسن د سفر ترجیحي ټکی دادی چې د جنوبی ختیځې آسیا هیودونه نورهم وهڅوي چی شمالی کوریا ته د عایداتو ورتلل بند کاندي، څو هغوی د خپلو توغندیو ازموینی بندې کاندي. د تایلند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له شمالي کوریا سره تجارت په تیرکال په سلو کې ٩۴ کم شویدی.

له بل پلوه، شمالی کوریا په مانیلا کې د خپل اټومي پروگرام دفاع وکړله. د دغه هېواد د اسیان د کنفرانس ویاند وویل د کوریا په ټاپو وزمه کې د اټومي شخړې دلاخرابیدلو لامل متحده ایالات دي.

بانگ کوانگ هایک د اسیان په کنفرانس کې ویاند وویل: آیا زموږ اټومي پروگرام نړۍ ته خطر دی او که یوازې متحدو ایالاتو ته خطر دی. موږ غواړو داخبره څرگنده کړو چې دکوریا په ټاپو وزمه کې اټومی شخړه دامریکا له خوانه رامنځته شویده".

هغه د آسیان په سیمه ئیز کنفرانس کې خبریالانو ته داخبره بیا تکرار کړله چې شمالی کوریا د خپل ا ټومي او بیلسټیک توغندیو د پروگرام پرسرمذاکرات نه کوي. بانگ کوانگ هایک وویل: موږ داخبره بیا تصدیق کړله چی موږ به د خپل اټومي او بیلسټیک توغندیو د پروگرام پر سرمذاکرات ونکړو. له خپل دریځ نه به یو ا نچ هم تیرنشو او خپله اټومي جبه خانه به تقویه کړو".

خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ټیلرسن وايي د ملگرو ملتونو نوی پریکړه لیک، د روسیی او چین همکاري او د گاونډیو هېوادونو فشار به پر شمالی کوریا نتیجه ورکړي.

دمتحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ټیلرسن وویل: زه فکر کوم چی د ملگرو متلونو پریکړه لیک چی درایو په ا تفاق منظورشویدی او له چین اوروسېې سره په گډه کاربه ...شمالی کوریا ته د نړۍ والې ټولنې د توقعاتو ډیر څرگند پیغام ورکړي".

له چین سره تجارتي اواقتصادي اړیکې د شمالی کوریا لپاره دژوند او مرگ حیثیت لري. خوچین وویل چې د ملگرو ملتونو د تازه بندیزونو د تعمیل په اړه بشپړ تعهد لري. نو له دې ا مله چین دانیت لري چی شمالي کوریا د کال د یوملیارد ډالرو نه محرومه کړي. شمالی کوریا دغه پېسې دخپل اټومي ا وبیلسټیک توغندیو د پروگرام په انکشاف لگوي.

ولسمشر ډنلډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر مون جې ان ددوشنبې په ورځ په ټیلیفونی خبرو کې په دې موافقه کړېده چی پر شمالی کوریا د هغوی د اټومی پروگرام له امله زښت ډیر فشار وارد کړي. په داسې حال کې چې چین داهیله څرگنده کړیده چې شمالی او جنوبی کوریا به له یوبل سره ډیر ژر خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG