د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د بریکس په غړیو هیوادونو د ۱۰۰٪ ګمرکي تعرفو ډیروالي خبرداری ورکړی


د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه نومبر ۳۰ ( ليندۍ ۱۰) د بریکس غړیو هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې که د ډالرو کمزوري کولو لپاره کوم اقدام وکړي، په وارداتو به یې ګمرکي تعرفي سل په سلو کې لوړې شي.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړلې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیره میاشت د بریکس غړیو هیوادونو مشرانو په یوې غونډې کې په متحده ایالاتو تور ولګاوه چې د ډالرو څخه د "وسلې په توګه کار اخلي" او دا یې یوه ستره غلطي وبلله.

ډونالډ ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې د بریکس سازمان غړیو هیوادونو څخه غوښتي چې نه دې د ډالرو پر ځای د بل پولي واحد جوړولو هڅه کوي او نه دې د داسې پولي واحد ملاتړ کوي چې د ډالرو ځای ونیسي.

د متحده ایالاتو دې پخواني جمهور رئیس خبرداری ورکړی چې که د بریکس غړي هیوادونه دا کار وکړي، "ګمرکي تعرفې به پرې سل په سلو کې لوړې شي او د متحده ایالاتو په اقتصاد کې د پلور سره د خدای په امانۍ لپاره دې تیار شي".

په BRICS کې برازیل، روسیه، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، ایتوپیا، ایران او متحده عربي امارات غړیتوب لري.

ترکیې، آزربایجان او مالیزیا هم پدې سازمان کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیک ورکړی او ګڼ شمیر نور هیوادونه هم غواړي چې د دې سازمان غړي شي.

ډونالډ ټرمپ همدارنګه ویلي چې د بریکس هیوادونه داسې پولي واحد نشي معرفي کولی چې په نړیوال سوداګریز بازار کې د ډالرو ځای ونیسي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې کر هر هیواد د دې کړنې هڅه وکړي، "امریکا ته باید خدای په اماني ووایي".

تر اوسه شاوخوا ۴۰ هېوادونو په بریکس کې د غړیتوب لپاره لېوالتیا ښودلې ده. په دې منځ کې نږدې ۲۲ هېوادونو په رسمي توګه په دغې ډلې کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې او د بریکس د مشرانو په وینا، دا لیوالتیا په نړۍ کې د مخ پر ودې هیوادونو د مخ په زیاتیدونکي نفوذ منعکس کوي.

سره لدې چې امریکایي ډالرو په نړیوال سوداګریز بازار کې خپل مقام ساتلی او پخوا هم د دا شان ستونزو په مقابل کې پایدلی خو د بریکس غړي او نور مخ پر ودې هیوادونه شکایت لري چې د نړۍ په مالي نظام کې د امریکایي ډالرو برلاسۍ څخه په تنګ راغلي.

د روسیې جمهور رئیس د بریکس غړیو هیوادونو مشرانو په غونډې کې ویلي و چې د امریکایي ډالرو څخه کار اخیستل نه پریږدي خو که د کاروبار لپاره ورته اجازه ورنکړل شي، مجبور به شي چې د نورو لارو چارو څخه کار واخلي.

ټرمپ چې د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس کیږي، د کاناډا او مکسیکو په محصولاتو یې هم د ګمرکي تعرفو د ډیروالي خبرداری ورکړی.

د امریکا منتخب جمهور رئیس د همدې تیرې دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې د خپلو دواړو ګاونډیانو – مکسیکو او کاناډا- په وارداتو به ۲۵ په سلو کې ګمرکي تعرفي ولګوي.

ټرمپ ویلي و دا ګمرکې تعرفي ځکه لګوي چې دا هیوادنه متحده ایالاتو ته د مخدره موادو په ځانګړي توګه فینټنایل او کډوالو مخنیوي لپاره اقدامات نکوي.

د کاناډا او مکسیکو تر منځ ټرمپ د چین په مالونو هم د ګمرکي تعرفي د ډیروالي خبره کړې او د دې درې واړو هیوادونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ دا اقدام به د ټولو هیوادونو اقتصاد اغیزمن کړي، د انفلاسیون سبب به شي او د کار روګار مارکیټ به هم زیانمن کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG