د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ امریکایانو ته د کانګرس د تصویب شوې لایحې د ردولو ګواښ کړی


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ګواښ کړی دی چې که د کروناویروس د وبا د اقتصادي اغیزو په وړاندې د مبارزې لپاره د مالي مرستو د بستې لایحه تعدیل نشي، هغه به دغه لایحه لاس لیک نکړي.

په دغه ۸۹۲ میلیارد ډالري لایحه کې چې د دوشنبې په ورځ د کانګرس د دواړو مجلسونو له لورې تصویب شوه او جمهور رئیس ټرمپ ته د توشیح لپاره واستول شوه، هر امریکایي ته ۶۰۰ ډالر مالي مرسته په پام کې نیول شوی ده.

خو ښاغلی ټرمپ هر تن ته د ۲۰۰۰ ډالرو مرسته غواړي او ویلي یې دي هغه لایحه چې ده ته د لاس لیک لپاره استول شوې له هغه څه څخه ډیر توپیر لري چې ده یې تمه درلودله.

د امریکایانو سره د مالي مرستې سربیره پدغه لایحه کې د ۲۰۲۱ کال لپاره د امریکا د حکومت د لګښتونو ۱.۴ تریلیون بودجه هم شامله ده او په هغه صورت کې چې ښاغلی ټرمپ یې تائید نکړي د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د ځنو برخو د بندیدو سبب کیږي.

ښاغلي ټرمپ همداشان د هغو پیسو په هکله چې ددې ۱.۴ تریلیون ډالرو د بودجې نه بهرنیو هیوادونو ته ورکول کیږي هم شکایت کړی دی. هغه وویل: "له کانګرس نه غواړم چې سمدستي غیر ضروري شیان ددې قانون نه حذف کړي او مناسبه لایحه ماته راولیږي، او که نه راتلونکی حکومت به د کوویډ۱۹ د مرستو مناسبه بسته وړاندې کړي. ښایي راتلونکی حکومت به زه اوسم."

که جمهور رئیس ټرمپ دغه لایحه رد کړي د امریکا کانګرس کولای شي د دریو نه د دوو برخې غړو له خوا د هغې په بیا تصویبولو سره دغه لایحه توشیح کړي او په قانون یې واړوي.

د دوشنبې په ورځ هم د امریکا د استازو مجلس دغه لایحه د رایو په اکثریت تصویب کړه. دغه لایحه په سنا کې په ۹۲ موافقو او شپږ مخالفو رایو او د استازو په مجلس کې په ۳۵۹ موافقو او ۵۳ مخالفو رای تصویب شوې ده.

XS
SM
MD
LG