سپینه ماڼۍ: ټرمپ آسیا ته په سفر کې د کواډ له مشرانو، پوتین او شي سره ویني

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې اونۍ اسیا ته سفر کوي ترڅو د امریکا له سیمه ییزو متحدینو سره اړیکې پیاوړې کړي.

نوموړي به ددې سفر په ترځ کې د نړۍ د دوو نورو قدرتونو روسیې او چین له ولسمشرانو سره د امریکا د تجارت او امنیت په مسایلو هم بحث وکړي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي څانګې مرستیالې اولیویا ویلز جمعه ناوخته خبریالانو ته وویل چې ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د فلیپین پلازمېنې مانیلا ته دوه ورځنی سفر پیل کړي چې موخه یې د یو لړ غونډو له لارې "په ازاد او پرانیستي هند-پاسفیک کې د امریکا د مشرۍ پیاوړي کول" دي.

هغې وویل، ټرمپ به خپله لومړنۍ غونډه د هندو پسفیک له نورو مشرانو سره په لیدنه پیل کړي، د کواډ ډله چې امریکا، هند،جاپان او استرالیا یې غړي دي.

ویلز وویل، ولسمشر ټرمپ به د کواد د سرمشریزې وروسته له تایلنډ سره د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړي او بیا به د سه‌شنبې په ورځ د سویل ختیځې اسیا د ملتونو د سازمان (آسیان) په یوې ځانګړې سرمشریزې کې ګډون وکړي. آسیان د ۱۱ سیمه ایزو هیوادونو ټولنه ده چې غونډه یې په هماغه ورځ پای ته رسیږي. فلیپین سږ کال د آسیان مشري کوي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو دغې مسوولې وویل، ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ په مانیلا کې په د هغه هیواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر فرډیننډ آر. "بونګبونګ" مارکوس جونیر سره دوه اړخیزې خبرې اترې وکړي او له هغه وروسته به د هماغې ورځې په پای کې د چین جنوبي ښار شینژین ته د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکاریو د مشرانو کلنۍ غونډې په لور حرکت وکړي چې سږکال یې چین کوربه کوي.

ویلز وویل، ټرمپ به خپل د پنجشنبې ورځې مهالوېش د اېپیک په یوې څو اړخیزې غونډه کې په ګډون سره پیل کړي، ورپسې به په یوې کاري غونډه کې د سږ کال په جریان کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خپله درېیمه دوه اړخیزه غونډه وکړي. د ویلز په وینا ولسمشر ټرمپ به له دې وروسته د چین له ولسمشر شپي جین پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

ویلز دې ته په اشارې چې ولسمشر ټرمپ د مې په میاشت کې له شي سره د کال د لومړۍ ناستې لپاره بیجینګ ته سفر وکړ او د سپتمبر په میاشت کې یې په سپینه ماڼۍ کې په دویمه غونډه کې د هغه کورتوب وکړ، د امریکا ولسمشر له دغو خبرو اترو څخه د تجارتي تضمینونو د اخیستلو لپاره ګټه پورته کړه چې موخه یې په امریکا کې د کاري فرصتونو زیاتول او د امریکا د توکو لپاره د نویو بازارونو پرانیستل دي، او د امریکا او چین د سوداګرۍ او پانګونې د بورډونو فعالیدل دي. هغې زیاته کړه، "د دواړو مشرانو ترمنځ ډېر کارونه ترسره شوي او ترسره به شي،" خو هغې یې په اړه نور جزئیات ونه ورکړل.

د شي او پوتین سره د درې اړخیزې غونډې د اجنډا په اړه، ویلز وویل ټرمپ دا روښانه کړې چې "د نورو موضوعاتو ترڅنګ، هغه به په نړۍ کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه خبرې وکړي چې د هغه په اند خپرېدل یې ډېر خطرناک دي."

XS
SM
MD
LG