د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د مهاجرینو کاروان ته: پوځ ستاسو په انتظار دی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د "جنایي ډلو ځینې غړي" او "ځینې ډیر بد کسان" د هغو مهاجرینو د کاروان سره یو ځاې شویدي چې غواړي امریکا ته راشي.

د مهاجرو دغه کاروان چې د میکسیکو د شمال نه راروان شوېدی او امریکا ته د راتگ کوښښ کوي, ولسمشر ټرمپ "په امریکا حمله" بللې ده. ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر د دغو مهاجرینو نه وغوښتل چې بیرته خپل وطن ته ولاړ شي.

ټرمپ لیکي "بیرته لاړ شئ، تاسو ته به امریکا ته د دننه کیدو اجازه در نه کړل شي تر څو چې تاسو د قانوني پروسې تیر نشئ."

د مهاجرو دغه کاروان چې د هانډوراس او د گواتیمالا نه را روان شویدی، دا وخت د امریکا د سرحد نه یو څو کیلومیټره لیرې دی.

پیټاگان د امریکا-میکسیکو سرحد ته د نورو امنیتي عسکرو د لیږلو خواست کړی و چې د امریکا د ملي امنیت وزارت منلی دی او ٥٢٠٠ نور عسکر دغې سیمې ته لیږي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم میټس ویلي چې په دغه اړه یې اقدامات کړیدي. دا وخت په سرحد ٢٠٠٠ امنیتي عسکر موجود دي او نور عسکر به هم د هغوي سره د کومک لپاره ژر ولیږل شي.

په عین وخت کې د ټرمپ اداه په یو نوي اجرایوي فرمان هم کار کوي چې د امریکا او میکسیکو په سرحد د پناه غوښتونکو او مهاجرینو امریکا ته په راتگ باندې بندیز ولگوي.

د هاندوراس او گواتیمالا نه مکسیکو او بیا امریکا ته په روان کاروان کې شاوخوا پنځه نیم زره خلک شامل دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي. دغه کډوال د یکشنبې په ورځ (اوکتوبر ٢١) باندې له هاندوراس نه د غربت، بې وزلۍ او تاوتاریخوالي له امله مکسیکو ته واوښتل.

مکسکویي چارواکو تیره د گواتیمالا سره په پولې باندې د کډوالو د کاروان مخه ونیوه خو اکثره کډوال له سیند نه پورې وتل او شمال لور ته روان دي.

XS
SM
MD
LG