د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي د غیرقانوني مهاجرو سره به هیڅ موافقه ونشي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي چې هغه غیر قانوني مهاجر چې په ماشومالې امریکا ته راغلي و، د هغوي سره به هیڅ ډول موافقه ونشي.

دغه کسان چې په ماشومالي امریکا ته راغلي دي، ورته خوب لیدونکي ویل کیږي.

ولسمشر ټرمپ د کیتولک عیسویانو د اختر یا ایسټر د مبارکۍ په ټویټ کې ولیکل چې د گاونډي ملک میکسیکو سره د امریکا گډ سرحد ورځ تر بلې نور خطرناکه کیږي. هغه وویل چې د احمقو دیموکراتانو د لاسه د سرحد امنیت ساتونکي نشې کولی چې خپل کار په سمه توگه ترسره کړي.

هغه وویل چې په دغه سرحد غیر قانوني مهاجر امریکا ته را اوړي. هغه وویل چې جمهوري غوښتونکي به سخت کوښښ وکړي او د ډاکا موافقه به نوره پاتې نشي.

د امریکا پخواني ولسمشر براک اوباما د هغو مهاجرو لپاره چې په ماشومتوب کې امریکا ته په غیرقانوني توگه راغلي ، د خوندیتوب دغه پروگرام پیل کړی و. دغه قانون چې ډاکا نومیږي، شاوخوا وه لکه ماشومان یې د امریکا د شړلو د خطر نه خوندي کړیدي او هغوي ته یې د دوو کلونو لپاره د کار جواز هم ورکړیدی.

ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي کمپاین په وخت دا وعده کړي وه چې غیر قانوني مهاجر به بیرته لیږي او د پخواني ولسمشر اوباما دغه پروگرام به بندوي.

XS
SM
MD
LG