د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشل په ټولنیزې رسنۍ کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د خپل حکومت د "۲۵ غوره لاسته راوړنو" یو لست خپور کړی دی.
ولسمشر ټرمپ په دې لیست کې د کډوالۍ، اقتصاد، مالیاتو، سوداګرۍ، انرژۍ، امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په برخو کې مسایل د خپل حکومت د لاسته راوړنو په توګه یاد کړې دي.
ډونالډ ټرمپ د خپل پیغام لومړۍ پراګراف د امریکا د پولو امنیت ته ځانګړی کړی او لیکلي یې دي چې د هغه په حکومت کې "په تاریخ کې تر ټولو خوندي پوله" ترلاسه شوې او دا چې "په تیرو ۱۶ میاشتو کې متحده ایالاتو ته د غیرقانوني کډوالو راتګ صفر ته رسېدلی دی".
ولسمشر لیکلي چې هغه د "لیکن رايلي قانون" لاسلیک کړی چې له مخې یې "خطرناکه بهرني مجرمین" د امریکا له سړکونو څخه لرې ساتل شوي دي.
په دې پیغام کې، ډونالډ ټرمپ نورې لاسته راوړنې هم په ګوته کړي او لیکلي یې دي چې د هغه حکومت په ۱۲۵ کلونو کې د وژنو تر ټولو ټیته کچه ثبت کړې ده.
ټرمپ د مالیې کمولو د قانون تصویب ته هم اشاره کړې چې په کې د انعام ، اضافه کار او د ټولنیز امنیت د عاید یوې برخې باندې د مالیې معافیت او په امریکا کې د ۱۹.۲ ټریلیون ډالرو په ارزښت د نویو پانګونو لپاره د ژمنو ترلاسه کول هم شامل دي.
بهرنۍ سیاست
د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې، ایران، غزه او وینزویلا په ګوته شوي دي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د خپل حکومت په لومړیو ۱۲ میاشتو کې یې اته جګړې د سولې تړونونو له لارې پای ته رسولي، چې د غزې جګړه هم پکې شامله ده.
هغه د خپل حکومت د لاسته راوړنو په لست کې کورونو ته د یرغمل شویو کسانو راستنول، د ایران پر اټومي پروګرام د امریکا پوځي عملیات او د نشه يي توکو پر وړاندې عملیات هم شامل کړي دي.
د لست په یوولسمه ماده راغلي چې د 'نیمې شپې څټک او ' حماسي غضب' عملیاتو سره، دوی د ایران اټومي وړتیا 'ویجاړه' کړې ترڅو د ایران حکومت 'هېڅکله' اټومي وسله ونه لري.
اقتصاد
ډونالډ ټرمپ په ځینو وارداتي توکو د نویو تعرفو، د امریکا د صادراتو زیاتوالي، له ټاکنو راهیسې د ونډو مارکیټ ۸۰ ریکارډونو، او په کار د ډیرو امریکایانو د ګمارل کیدو زیاتوالي ته اشاره کړې ده.
ټرمپ همدارنګه په وسله والو ځواکونو کې د پانګونې زیاتوالي، د انرژۍ تولید پراخولو، په پوله د فینټانل د جریان کمولو، او د امریکایي ماشومانو لپاره د مالیې پرته د حسابونو جوړولو یادونه وکړه چې د هر نوي زیږیدلي ماشوم لپاره به په پیل کې زر ډالر وي.
په دې لست کې د درملو د بیې کمیدو ته چې د "ملت د تر ټولو مشهورې هوکړې" په توګه شمیرل کیږي، اشاره شوې ده.
د دې لاسته راوړنو په ۱۴مورد په یوه برخه کې، ولسمشر ټرمپ ویلي چې د انرژۍ بېړنی حالت یې اعلان کړی او د تېلو او ګازو استخراج یې زیات کړی دی.
ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې د برېښنايي موټرو د اجباري کولو پای، په کال کې د شاوخوا ۲.۵ ټریلیون ډالرو په اندازه د امریکا د صادراتو زیاتوالي، په فدرالي حکومت او خصوصي سکتور کې د 'تنوع، مساواتو او شمولیت' پالیسیو له منځه وړل، او د ښځو په ورزشي لوبو کې د نارینه وو د ګډون پر بندیز هم خبرې کړي دي.
ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې دا هم ویلي چې د هغه حکومت په ښوونځیو کې "ترانسجنډر ایډیالوژي" او د نژاد انتقادي نظریه منع کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د کډوالو د منلو ځنډول، واشنګټن ډي سي، میمفس او نیو اورلینز ته د ملي ګارډ استول، او د متحده ایالاتو د رسمي ژبې په توګه د انګلیسي ژبي اعلانول د متحده ایالتونو د حکومت د نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.
فورم \ دبحث خونه