د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: سپینه ماڼۍ مې په ټویټونو وګټله 


ښاغلی ټرمپ لدې کبله ټویټر ډیر کاروي‌ چې ګواکې رسنۍ یې پیغام په سم او مستقیم ډول خلکو ته نه رسوي
ښاغلی ټرمپ لدې کبله ټویټر ډیر کاروي‌ چې ګواکې رسنۍ یې پیغام په سم او مستقیم ډول خلکو ته نه رسوي

پر امریکايي ولسمشر د ټویټر د کارونې له کبله پراخې نیوکې کیږي خو ټرمپ د خپلو ټویټونو کلکه ننګه وکړه.

ولسمشر دونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا د فاکس بزنیس نیټورک ته وویل چې هغه لدې کبله ټویټر ډیر کاروي‌ چې ګواکې رسنۍ یې پیغام په سم او مستقیم ډول خلکو ته نه رسوي.

ښاغلی ټرمپ وویل د ټولنیزو رسنیو په مټ یې سپینه ماڼۍ وګټله او "ټویټ کول لکه ټایپینګ کول دي، زه چې کله ټویټ کوم تاسو یې مستقیما خپروئ. که رښتیا درته ووایم، د ټولنیزو رسنیو له کارونې پرته فکر نکوم چې زه به اوس دلته وای".

ښاغلی ټرمپ په ټویټر، فیسبوک او انستګرام کې فعاله دی او میلیونونه خلک یې لیکنې لولي. ولسمشر ټرمپ تر ډېره په ټویټر کې فعاله دی او ډېر کله پر خپلو سیاسي مخالفانو او هغو رسنیو، چې دی یې ښه نه بولي، کلکې نیوکې کوي.

د بېلګې په ډول د مارچ په میاشت کې يې په خپل ټویټر کې له ثبوت پرته پر پخواني ولسمشر باراک اوباما تور ولګوه چې په نیویارک کې یې د هغه د ودانۍ د مکالمو د ثبتولو امر ورکړی و، خو ښاغلي اوباما دا تورونه رد کړل.

رویټرز وايي د جمهوري غوښتونکوګوند ځینو مشرانو ښاغلي ټرمپ ته ویلي چې ټویټونه بند کړي او هغه په خپله هم وویل چې ځینو ملګرو ترې غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپل فعالیت کم کړي.

XS
SM
MD
LG