د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به د جګړې وزارت او نورو حکومتي ادارو ته امر کړي چې د فضايي ژوند او ناپیژندل شویو الوتونکو اجسامو (UFOs) پورې اړوند هر ډول اسناد خپاره کړي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۱۹مه د خپل تروت سوشیل په یوه پوسټ کې ولیکل: " زه به د هغې ډېرې لیوالتیا په پام کې نیولو سره چې ښودل شوې، د جګړې وزیر او نورو اړوندو څانګو او ادارو ته لارښوونه وکړم چې د ایلین (پردي موجودات) او فضايي ژوند، ناپیژندل شوي هوایی پدیدو (UAPs) او ناپیژندل شويو الوتونکو اجسامو/اشیاو (UFOs) او د دې خورا پیچلو، خو ډیرو په زړه پوریو او مهمو موضوعاتو او نورو معلوماتو سره تړلي حکومتي اسنادو د تشخیص او خپرولو پروسه پیل کړي."
له پخواني ولسمشر بارک اوباما څخه په یوه وروستۍ پوډکاسټ مرکه کې، وپوښتل شول چې ایا د ایلین موجودیت حقیقت لري؟ هغه ځواب ورکړ، "دوی شته، خو ما نه دي لیدلي."
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ایر فورس ون الوتکې کې د پخواني ولسمشر د څرګندونو په اړه وویل." زه نه پوهیږم چې دا ریښتیا دي که نه. زه تاسو ته ویلای شم چې هغه [اوباما] محرم معلومات ورکړي وو. هغه باید دا کار نه وای کړی. هغه یوه لویه تېروتنه کړې وه"
ټرمپ زیاته کړه: "ښایي زه د معلوماتو په خپرولو سره هغه[اوباما] یوه څه له ستونزې وژغورم."
اوباما د خپلې وروستۍ مرکې څخه خپلې څرګندونې واضح کړي او ویلي چې ایلین له موږ سره د "تماس نیولو" هیڅ شواهد نه دي لیدلي، خو "د احصایې له مخې، کاینات دومره پراخ دی چې هلته د ژوند د احتمال کچه ډیره لوړه ده."
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په دې اړه د نظر څرګندونو په هکله وویل: "زه په دې اړه هیڅ نظر نه لرم. زه هیڅکله په دې اړه خبرې نه کوم. اکثره خلک دا کار کوي. اکثره خلک په دې باور لري."
فورم \ دبحث خونه