د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د برېټانیا یوې پوځې اډې ته څېرمه د ورانکارۍ په تور د پنځو کسانو نیول ستایلي

امریکايي پوځیان د فیرفورد هوايي اډه د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو لپاره کاروي
امریکايي پوځیان د فیرفورد هوايي اډه د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو لپاره کاروي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي چې په برېټانیا کې یوې هوایي اډې ته نږدې نیول شوي پنځه کسان د امریکا او برېټانیا د امنیتي ادارو تر څارنې لاندې وو.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ [سپټمبر په ۲۷مه] د برېټانیا د پولیسو لخوا ددغو کسانو نیول "غوره" اقدام بللی او زیاته کړې چې دغو کسانو هڅه کوله چې هوایي اډې ته "لوی زیان" ورسوي.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې برېټانوي پولیسو د یکشنبې په ورځ د فیرفورډ هوايي اډې ته څېرمه پنځه کسان د چاودیدونکو توکو او ترهګرۍ اړوند جرمونو په شک ونیول.

امریکايي پوځیان دا هوايي اډه د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو لپاره کاروي.

برېټانوي پولیسو وویل چې دا کسان وروسته له هغې ونیول شول چې امنیتي ځواکونو ته د هوايي اډې پر لور د درېو شکمنو موټرو د تګ په اړه خبر ورکړل شو.

د برېټانیا د ترهګرۍ ضد مبارزې یوه لوړپوړي چارواکي، ویکي ایوانز په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې په لومړنیو پړاوونو کې دي.

د تحقیقاتو سره اشنا یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ایران اړونده انګېزه تر ټولو احتمالي انګېرنه شمېرل کېږي خو د روسیې لخوا د ورانکارو عملیاتو شونتیا او یا داسې دسیسه چې اسلام پالی رنګ ولري، د څېړنو یوه برخه ده.

د برتانیا لومړي وزیر اندي برهم په خپلې اېکس پاڼې کې د یو پیغام په خپرولو سره دا پېښه "ډېره د اندېښنې وړ" بللې او له خلکو یې غوښتي د څېړنو پایلو ته انتظار وباسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG