د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا په مصنوعي ځیرکتیا کې تر چین ډېره مخکې ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، یوازینی کنټرول یا ”ساتندوی چوکاټ” چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) ورته اړتیا لري، یو قوي او هوښیار د لوړ IQ لرونکی ولسمشر دی، او متحده ایالتونه په پراخه کچه دا ډول ولسمشر لري.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ( سپټمبر ۱۴مه) په خپل تروت سوشل ټولنیزې شبکې کې لیکلي د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د هغه ادارې د هغو کسانو مخه نیولې چې بد یا احتمالا بد کارونه یې کول.

ولسمشر ټرمپ وايي” د مصنوعي ځیرکتیا او ډیټا سنټرونو پر ضد یوه ناوړه دسیسه روانه ده، او یوازینی څوک چې له دې څخه خوښ دی، چین دی.څوک چې مصنوعي ځیرکتیا وګټي هغه به بریالی شي.موږ له چین او نورو ټولو څخه مخکې یو، او همداسې به مخکې پاتې شو.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ باور لري چې امریکا باید د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپله مشري وساتي. د ولسمشر ټرمپ په وینا، که امریکا په دې سیالۍ کې بریالۍ شي، نو د دې چټکې ودې کوونکې ټکنالوژۍ له احتمالي خطرونو سره به هم مقابله اسانه شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د (سپټمبر ۱۳مه) ویلي چې امریکا په مصنوعي ځیرکتیا کې تر چین ډېره مخکې ده.

ولسمشر ټرمپ وايي”موږ په مصنوعي ځیرکتیا (اې آی) کې له چین څخه مخکې یو. موږ په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی هیواد یو، او ریښتیا ووایم زه غواړم همداسې یې وساتم....”

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې مصنوعي ځیرکتیا به ښايي له هغو موضوعاتو څخه یوه وي چې کله د چین ولسمشر شي جینګ پینګ امریکا ته سفر وکړي، هغه به ورسره ورباندې خبرې وکړي.

تمه ده چې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د روان میلادي کال د سپټمبر په ۲۴مه امریکا ته سفر وکړي. مصنوعي ځیرکتیا د دواړو هېوادونو لپاره په پرله‌پسې توګه پر یوې مهمې موضوع بدله شوې ده.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ته ویلي، څوک چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې بریالی شي، هغه ګټونکی دی.

ولسمشر ټرمپ وايي” موږ کولای شو امنیتي محدودیتونه او اصول وضع کړو، که دا کار وکړو او هغه کار وکړو؛ خو زما په اند ډېرې منفي کړۍ شته چې دا موضوع بې‌ځایه راپورته کوي، او داسې خبرې مطرح کوي چې هېڅکله به رامنځته نه شي.”

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د څېړنو یو شمېر امریکايي شرکتونو چارواکو ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا صنعت باید د خپل چټک پرمختګ بهیر ورو کړي، څو د خوندیتوب تدابیر او امنیتي اقدامات د دې پرمختګ سره د برابرېدو لپاره کافي وخت ومومي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک خبرداری ورکړی چې مصنوعي ځیرکتیا ښايي په راتلونکي کې دومره پیاوړې شي چې د بشریت لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG