د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او اوکراین جنجال: دویم افشاکوونکی هم گواهۍ ته حاضر شوی


ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په څلورمه د سپېنی ماڼۍ په جنوبی چمن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال
ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په څلورمه د سپېنی ماڼۍ په جنوبی چمن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

د ولسمشر ټرمپ او اوکراین د ولسمشر په سیاسی جنجال کې دویم افشاکوونکی هم گواهي ورکولو ته حاضر شویدی. ددغه شخص یوه وکیل داخبره داې بي سي نیوز پروگرام ته وکړله.

د تور لگوو نکی وکیل وايي دویم تور لگوونکی هم دا ستخباراتو د ټولنی غړی دی. ددغو تورونو له امله د ولسمشر ټرمپ د اجراآتو په برخه کې قانونی تحقیقات پیل شویدي.

وکیل زید چی د دواړو افشا کوونکیو وکالت کوی وايی دویم تور لگوونکی سره د مایکل اتکینز له خوانه مرکه هم شوېده. ښاغلی اتکنز د استخباراتو د څارنې داخلی څارونکي دفتر رئیس دی.

ولسمشر ټرمپ د شنبی په ورځ ټویټ وکړ چی اولني تور لگوونکی زما د ټیلیفونی خبرو معلومات په ناسم ډول وړاندې کړل اوس ېې دویم تور لگوونکی هم پېدا کړیدی.

په واشنگټن کې، گوندي اختلافات او احساسات لوړې څوکی ته پورته شوېدی. مبصرین وايي د ولسمشر ټرمپ د جمهوری ریاست د څرنگوالی په سر به سیاسی تفرقه نوره هم پسې شدیده او خرابه کړی؛ هغه هم په داسی حآل کې د ٢٠٢٠ د جمهوری ریاست انتخابات په ډیر شوری او ځوږ روان دی.

په دې ورځو کې مهمه پوښتنه داده چې دموکراتان په دې ټیلېفونی خبرو او د ولسمشر په نورو رسمی اجراآتوکې، دقیقا په څه شي پسې لټه کوي؟

دموکراتان دولسمشر په سیاسی اقداماتو کېله قدرت نه د ناوړه گټې اخیستلواونورو قانونی سرغړونوپه پیداکولوپسې گورې. هغوی په دې وخت دي چی ایا ولسمشر له قدرت نه ،ناوړه او شخصی گټه پورته کړې ده که نه. یوقانو نی ماهر پال شیف برمن وايی هغه تورونه چی پر ولسمشر لگول شویدی هغه ډیر جدي دی.

ټرمپ او سیاسی جنجال
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

سپېنی ماڼۍ چی د ولسمشر ټرمپد ټیلیفونی خبرو کوم محتویات خپاره کړی دي، له هغو ټولو نه داسی معلومېږي چی ولسمشر غواړی خپلې سیاسی هڅې پرمخ بوزې، څو خپل سیاسی مخالف ته تاوان ور واړوی او داکار له قدرت نه ناوړه او غیرقانونی استقاده ده. تراوسه پورې موږ داسی مثال ندی لیدلی.

له بل پلوه یو شمیر مبصرین د روان سیاسی جنجال په برخه کې داسی اټکل کوی چی د ولسمشر د معزولولو مبارزه او هڅې په حقیقت کې د ٢٠٢٠ د جمهوری ریاست په انتخاباتو اغېزه کوي .

د معزولولو د تحقیقاتو بهیر لپاره مبارزه د انتخاباتو د مبارزی لپاره د پیل په اول میدان بدله شوېده. سیاسی مبصر جان هوډاک وايی په راتلونکیو شپږو او یا اتو اونیو کې ښايی موږ ته د ٢٠٢٠کال دانتخاباتو د څرنگوالی په برخه کې دومره ډیر څه معلوم شی چې په تیرو درو کلونو کې معلوم شوي ندي.

XS
SM
MD
LG