د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکايي مرکچیان د ایران سره د مذاکراتو لپاره اسلام آباد ته ځي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې مرکچیان یې د ایران سره د مذاکراتو لپاره اسلام اباد ته ځي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۹] د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې: "زما استازي د پاکستان اسلام اباد ته ځي. هغوي به د مذاکراتو لپاره هلته سبا ماښام حاضر وي."

پاکستاني رسنیو په اسلام اباد کې د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو خبر ورکړی او سرینا هوټل ته وتلې لارې بندې شوې دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي چې ایران د شنبې په ورځ [اپرېل ۱۸مه] د هرمز په تنګي کې په کښتیو ډزې کړې چې دا عمل "زموږ (متحدو ایالتونو او ایران) د اوربند نه بشپړه سرغړونه ده."

د ولسمشر ټرمپ په وینا د ایران اکثره ډزې په فرانسوۍ او برېټانوۍ کښتیو باندې شوې دي.

وروسته هغه چې ولسمشر ټرمپ او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ [اپریل ۱۷مه] په بشپړ ډول د کښتیو په وړاندې د هرمز تنګي د خلاصیدو خبر ورکړ، د ایران د سپاه پاسداران ویاند اعلان وکړ چې د هرمز تنګي وضعیت بېرته خپل پخواني حالت ته ستون شوی او یاد تنګی د ایران د رژیم د ځواکونو تر مدیریت او کنټرول لاندې دی.

ټرمپ د هرمز تنګي په اړه پخپلې تازه لیکنې کې لیکلي چې "ایران پدې وروستیو کې اعلان کړی چې دوي تنګی تړي چې عجیبه ده ځکه چې زموږ [متحدو ایالتونو] محاصرې له واردمخه [تنګی] تړلی دی."

د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي چې ایران د هرمز تنګي په تړلو سره "هره ورځ ۵۰۰ مېلیون ډالر زیان کوي او متحده ایالتونه هېڅ زیان نه ویني"

ټرمپ زیاته کړې چې اوسمهال کښتۍ د متحدو ایالتونو د ټکساس، لوېزیانا او الاسکا په لوري د بارګېرۍ لباره روانې دي.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی چې که یوې هوکړې ته غاړه کېنږدي نو متحده ایالتونه به د هغه هېواد په لویو تاسیساتو برید وکړي.

ټرمپ لیکلي: "موږ د یوې منصفانه او منطقي هوکړې وړاندیز کوو او هیله مند یو چې [ایران] یې ومني. که ونه مني، متحده ایالتونه به په ایران کې هر برېښناکوټ او هر پُل له منځه یوسي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر ټینګار کړی چې "د ایران د وژنو د ماشین د درولو وخت رارسېدلی دی." ټرمپ زیاته کړې چې دی به هغه کار سرته ورسوي کوم چې په تېرو ۴۷ کلونو د متحدو ایالتونو نورو ولسمشرانو باید سرته رسولی وای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG