د امریکا د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایران د ولسمشر دونالډ ټرمپ د شرطونو، په اساس چې په کې د یورانیمو د بشپړ غني کولو بندول هم شامل دي، د واشنګټن سره د خبرو اترو مېز ته ناست دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ټامي بروس، د پنجشنبې په ورځ د مۍ ۲۹مه (د غبرګولي ۸مه) په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل:"ایران د خبرو اترو مېز ته حاضر دی، د ولسمشر ټرمپ د سرو کرښو پر بنسټ -چې هیڅکله به اتومي وسله ونه لري او یورانیم به نه بډایه کوي، شامل دي. مونږ په هره غونډه کې پرمختګ لرو."
خو د ایران د روحاني مشر علي خامنه يي او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون، ایراني چارواکو ویلي چې دوی د یورانیمو د بډایه کولو د پروګرام بندولو ته چمتو نه دي.
ټامي بروس، د ایران سره د یوې موافقې د نږدې کیدو په اړه د مخ په زیاتیدونکو اټکلونو په ځواب کې، په خبرو اترو کې په پرمختګ ټینګار وکړ خو د وخت څخه مخکې د تبصرو په وړاندې یې خبرداری ورکړ.
ټرمپ د سهشنبې په ورځ وویل کېدای شي په راتلونکو اونیو کې له ایران سره توافق وشي، خو عراقچي د چهارشنبې په ورځ په ایکس شبکه کې د رسنیو د راپورونو په غبرګون کې لیکلي:"موږ لا هغې مرحلې ته نه یو رسېدلي."
بروس زیاته کړه چې متحدو ایالتونو د خبرو د جزئیاتو له شریکولو ډډه کوي. هغه وویل:
"خلک په اټکلونو لاس پورې کوي. کېدای شي څوک په راډیو کې یو څه ووایي، اټکل وکړي او ګنګوسې خپرې کړي. موږ دا کار نه کوو. موږ زده کړي چې د سولې یا اوربند د خبرو د جزیاتو یادونه، حساسیتونه زیاتوي نه، کموي. کېدای شي دا کار د راډیو پروګرامونو لپاره خوندور وي، خو زموږ طریقه دا نه ده. جدي توافقونه د دې لارې نه تر لاسه کېږي."
هغه د عراقچي د څرګندونو په اړه له مستقیم نظر ورکولو ډډه وکړه، خو پر "مثبت پرمختګ" یې ټینګار وکړ او ویې ویل: "هغه څه چې زه پرې خبره یم دا دي چې زموږ د غونډو وروسته ټول راپورونه ښيي چې خبرې ښې پر مخ تللي او پرمختګ شوی دی."
فورم \ دبحث خونه