د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ: نړۍ وال تجارتي سازمان له موږ سره ناوړه سلوک کوي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جون په نهه ویشتمنه د سپېنې ماڼۍ په ختیځه کوټه کې خبرې کوي؛ واشنگټن ٢٠١٨ کال
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جون په نهه ویشتمنه د سپېنې ماڼۍ په ختیځه کوټه کې خبرې کوي؛ واشنگټن ٢٠١٨ کال

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر خپلو تجارتی شریکانو فشار ته دوام ورکوي؛ ځکه په دې باوردی چی دده تاکتیکونه به دامریکا لپاره د ښو گټورو تجارتی معاملود کولو سبب شي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپل تجارتی شریکان د نویو تعرفو په لگولو وگواښل؛ ترهغې وروسته ېې د تجارت پرنړۍ وال سازمان هم انتقاد وکړ.

د متحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ وویل: هغوی له ډیرو کلونو راهیسې له موږ سره ناوړه سلوک کوي؛ له همدې امله موږ د نړۍ وال تجارتي سازمان، سره په ستر تاوان کې یو. موږ سمدلاسه کوم پلان نلرو، خو که هغوی له موږ سره مناسب سلوک ونکړ، نو موږ به یوکار وکړو."

د امریکا تجارتي شخړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه نه داخبرې وکړلې چې رسنیو رپوټ ورکړ چې سپېنی ماڼۍ یوه داسې مسوده برابره کړېده چې ولسمشر ته به اجازه ورکړي چې د نړۍ وال تجارت د سازمان له صلاحیت نه بهر به هم دتعرفو اندازه وټاکلی شي. خو داکار به دامریکا تعهد ددغې نړۍ والې ادارې په مقابل کې ترک کړي.

د جرمنی صدراعظمې انگیلا مرکل نن د چارشنبی په ورځ خبرداری ورکړ چی له امریکا سره ا وسنی تجارتی جنجال په تجارتی جگړه بدلیدلی شي.

د جرمنی صدراعظمې انگیلا مرکل نن د جرمنی پارلمان ته وویل: موږ اوس پر ا لومونیم او پولادو باندې تعرفې لرو؛ دا ډیرجدی بحث دی داسی ښکاري چې پرهغو موټرو به هم تفرفې ولگېږی چې امریکا ته صادریږي. داد تجارتي شخړې ځانگړتیاوی لري؛ ددې شخړې مخنیوی په ډیرو هڅو ارزي چې په تجارتی جگړه بدلې نشي. خو دا دوه اړخیز کاردی.

انگیلا مرکل د جرمنی پارلمان ته نن دا وینا وکړله خو تردې یوه ورځ مخکې د اروپايی ټولنی په شمول دامریکا سترو تجارتی شریکانو چین او جاپان هم خپلې اندېښنی څرگندې کړلې.

نور هېوادونه هم په ځوابی اقداماتو لگېادي. کاناډا د امریکا د ٢١٦ ملیارد ډالروپر تجارتی اموالو باندې تعرفې ولگولې ځکه امریکا د کاناډا په پولادو او الومونیم باندې نوې تعرفې لگولې وې.

چېن هم په دې غور کوي چې د امریکا پر تجارتی اجناسو باندې ٣۴ ملیاردو ډالرو انتقامی تعرفې ولگوي.

اروپايي اتحآدیه دپولادو پر وارداتو باندې د جولای ترنیمايی پورې تعرفې لگولی شی.

سیسیلیا مالسټرام د اروپايي اتحادېې د تجارت کمشنره وايي: دامریکا حکومت ته معلومه وه چې که هغوی پر الومونیم او پولادو تعرفې ولگوي، نوموږ به ېې غېر قانونی وبولو او د نړۍ وال تجارت د سازمان له اصولو سره به برابرې نه وي. دابه عواقب ولري.

اروپايي اتحادېې هم گواښ کړېدی چی دامریکا پر تجارتی ا موالو باندې د ٢٩٠ ملیارد ډالرو تعرفې ولگوي. البته که چېرې ولسمشر ټرمپ دا پلان لري چی پراروپايي موټرونو تعرفې ولگوی . که څه هم ولسمشر په دې باوردی چی نوي اقدامات به دامریکا لپاره د ښو تجارتی معاملاتو سبب شی خو تحلیل کوونکی بل نظر لری.

د پیټرسن د نړۍ والې اقتصادی ټولنې غړی جېفري شاټ

وايي: موږ په ناسمه لار روان یو؛ ځکه د خپل اقتصاد لگښت زیاتوو. موږ پراصولو ولاړ هغه څو اړخېز نړۍ وال تجارتي نظام ته گواښ کوو چې له جگړې نه ورو سته ېې په امرېکا کې اقتصادی سوکالۍ راوستی ده. تردې مهمه خبره داده چی په نړۍ وال اقتصاد کې دامریکا د نفوذ سبب دی."

اقتصاد پوهان په دې باورد ی چی بشپړه تجارتی جگړه به اقتصادي پرمختگ زیانمن کړی، ځکه تجارت به کم شی؛ د تهېې او عرضې بهیر به زیانمن شی، او د تجارانو باورته به زیان ورسیږی.

خو د متحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ فکر کوي چی دامریکا تجارت ډیر پیاوړی دی، نو له دې ستونزو سره به مخامخ نشي.

XS
SM
MD
LG