د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د امریکا په ویزو نور محدودیتونه هم ولګول


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ امر کړی دی چې په امریکا کې د بیکارۍ د زیاتیدو په ګډون د کروناویروس د وبا د اغیزو په وجه بهرنیو کارګرانو ته د امریکا د څو ډوله کاري ویزو ورکول بند شي.

د ښاغلي ټرمپ پدغه نوي فرمان کې د تکنالوژي شرکتونو په (H-1B) ویزې، د زده کوونکو د تبادلې په (J-1) ویزې او د بین المللي شرکتونو د متصدیانو په (L-1) ویزو باندې بندیز شامل دی.

دغه اقدام په ځانګړې توګه د «سلیکان ولې» لپاره چې د تکنالوژۍ ستر شرکتونه په کې دي یو لوی ازمون ګڼل کیږي ځکه د «سلیکان ولې» د دریو نه دوه برخې انجینران بهرنیان دي.

د سپینې ماڼۍ مقاماتو ویلي دي چې په متحده ایالاتو کې د پراخې بیکارۍ په وجه د امریکایي کارګرانو د حفاظت لپاره دغه کار اړین دی.

د کروناویروس د وبا د خپریدو په اوج کې د امریکا په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۴۶ میلیون کسان بیکاره شوي وو. د امریکا د متحده ایالاتو ټوله کاري قوه شاوخوا ۱۶۵ میلیون تنه اټکل کیږي.

د کروناویروس د محدودیتونو د لرې کیدو وروسته زیات شمیر کارګرانو بیرته خپلو کارونو ته مخه کړه خو اوس هم څه دپاسه ۲۰ میلیونه امریکایان بیکاره دي.

منتقدین وایي جمهور رئیس ټرمپ د خپل شخصي هدف لپاره چې امریکا ته د مهاجرت کمیدل دي د کروناویروس د وبا نه استفاده کوي.

د تکنالوژۍ د شرکتونو او د امریکا د تجارت خونې په ګډون سترو کارو بارونو د ښاغلي ټرمپ له تصمیم سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې په امریکا کې د بهرنیو کارګرانو شتون ته اړتیا ده او د هغوی نشتون د امریکا د اقتصاد ښه کیدو ته چې د کروناویروس د وبا په وجه سخت ځپل شوی، تاوان رسوي.

د ښاغلي ټرمپ حکومت همداشان د ۶۰ ورځو لپاره په بهر کې د امریکا د ګرین کارت ورکول ځنډولي دي. دغه اقدام هغه کسانو باندې اغیز کوي چې هڅه کوي خپلې ماندینې، میړونه او اولادونه متحده ایالاتو ته راوړي.

ښاغلي ټرمپ چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست لپاره بیا کاندید دی امریکا ته د مهاجرت سختول یې د انتخاباتي کمپاین د عمده مسایلو څخه دي.

XS
SM
MD
LG