د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران سره خبرې غواړو، خو پوځي انتخاب هم شته


ولسمشر ټرمپ وايي چې له ایران سره خبرې غواړي
ولسمشر ټرمپ وايي چې له ایران سره خبرې غواړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وایي چې د ایران له حکومت سره خبرو ته ترجیح ورکوي خو وايي چې پوځي انتخاب هم له پامه نه دی غورځول شوی.

ښاغلي ټرمپ د برتانیا د آی ټي وي سره په مرکې کې وویل" تل دا احتمال شته. آیا زه داسې یو څه غواړم؟ نه. غواړم چې دا انتخاب ونه کاروم، خو دا احتمال تل موجود دی".

هغه وویل د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرو ته چمتو دی. خو څه موده مخکې ښاغلي روحاني وویل چې تر څو چې د واشنګټن چلند عادي شوی نه وي، دوی ورسره خبرې نکوي. د ایران او امریکا ترمنځ ستونزې په دې وروستیو کې خورا زیاتې شوي دي. څه م

امریکايي چارواکي وایي داسې اطلاعات یې ترلاسه کړي چې د ایران د جدي ګواښونو خبره کوي. امریکايي چارواکي وایي د همدغو ګواښونو د مخنیوي لپاره یې منځني ختیځ ته د بي-۵۲ په ګډون یو لړ پوځي وسایل واستول.

واشنګټن وايي چې د متحدو عربو اماراتو د فجیرې په بندر کې د سعودي پر بېړیو برید او د سعودي د تیلو پر پایپلاین باندې د شیعه حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې تهران لاس لري. خو ایران دا تور ردوي. خو له دې هر څه سره امریکايي چارواکي وایي له ایران سره د جګړې هوډ نلري.

XS
SM
MD
LG