ولسمشر ټرمپ: د امریکا په خاوره کې احتمالي برید به ایران له بې ساري عواقبو سره مخامخ کړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا په خاوره کوم برید وکړي نو تهران به له بې ساري عواقبو سره مخ شي.

ولسمشر ټرمپ چې د سه شنبې په ورځ (نومبر ۱۷) یې د فلیپین په پلازمېنې مانیلا کې خبرې کولي، وویل چې دا موضوع جدي ګڼي او په اړه یې پلټنه کوي.

ټرمپ وویل: «که داسې کوم ګواښ موجود وي، هغوی به داسې بیه پرې کړي چې هېڅ هېواد به تر اوسه نه وي پرې کړې. هیله لرم چې داسې څه نه وي خو موږ دا موضوع ډېره جدي نیسو ځکه هغوی کله ناکله غیرعقلاني چلند کوي.»

ولسمشر ټرمپ د کواډ د غړو هېوادونو، استرالیا، جاپان او هند له مشرانو سره د کتنې پر مهال زیاته کړه چې همدا لامل ګڼي چې ایران باید اټومي وسله ونه لري.

دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د سي اېن اېن ټلویزیون د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي تهران داسې پلانونه جوړوي چې ښایي د امریکا په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د "کثیفو بمونو" چاودنې وکړي.

په دغو بمونو کې دودیز چاودېدونکي توکي د راډیواکټیف موادو د خپرولو لپاره کارول کیږي. کثیف بمونه راډیواکټیف ککړتیا خپرولای شي او په خلکو کې پراخه ګډوډي او اندېښنې رامنځته کولای شي.

خو د ایران د بهرنیو چارود وزارت ویاند اسماعیل بقايي د سې شنبې په ورځ په اېکس کې په یو پیغام کې دا ادعاوې رد کړې او هغه یې "بې‌اساسه" وبللې.

د ایران ډرونونه شنډ شوي

په عین وخت کې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د سه شنبې په ورځ له ایران څخه د بحرین په لور توغول شوې ډرونونه شنډ کړل شوي دي.

د ایران سپاه پاسدران ادعا کړې چې د خپل هوايي حریم د نقض کېدو په ځواب کې یې په بحران کې د شیخ عیسی په هوايي اډه کې د امریکايي ځواکونو رادار په نښه کړی دی.

خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په اېکس کې په خپاره کړي یو پیغام کې د ایران ادعاوې رد کړې دي.

سنټکام لیکلي: «څو دانې یوطرفه برید کوونکې ایراني ډرونونه چې نن [د ایران] د انقلابي ګارډ لخوا د بحرین پر لور توغول شوي وو، شنډ شول. د دې بریدونو له امله نه د امریکا تجهیزاتو ته زیان اوښتی او نه هم کوم امریکایي پرسونل ټپي شوی دی.»

د کړکېچ د پای ته رسولو هڅې

د ایران سره د کړکېچ په اړه د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره ګڼ انتخابونه لري.

ونس د نومبر په ۱۶مه ماښام له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «موږ ډېرې سترې لاسته راوړنې درلودې. د ایران اټومي پروګرام مو له منځه وړی او د ایران دودیز پوځ مو سخت ځپلی دی.»

د امریکا د ولسمشر مرستیال زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ کولای شي د پوځي عملیاتو د پای اعلان وکړي او یا هم پر ایران نور پوځي او ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي. هغه وویل چې ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر بېلابېلو لارو چارو غور کوي.

ونس هغه ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکې د ایران په اړه د امریکا د پالیسۍ په برخه کې د ده او ولسمشر ټرمپ ترمنځ اختلاف شته.

XS
SM
MD
LG