ټرمپ: په هرمز تنګي واکمن یو او په پنځو میاشتو کې هېڅ امریکايي سرتېری وژل شوی نه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي که اړتیا شوه نو د امریکا د متحدینو او کښتیو پر وړاندې د ایران د هر ډول اقدام د مخنیوي لپاره به له پوځي قوت څخه کار واخلي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [نومبر ۱۲مه] یو امریکايي مبصر هیو هیویټ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به د ایران پر وړاندې د هر ډول اړینو پوځي اقداماتو په کولو کې زړه نازړه شي، وویل: "نه، زه هېڅ زړه نازړه نه یم. موږ همدا اوس په دې برخه کې ډېر ښه کار کوو."

ټرمپ زیاته کړه: "که زه ووینم چې حالات بل لوري ته روان دي، زه به دا کار وکړم. ممکن زه دا کار همدا اوس هم وکړم."

د ایران د جګړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل چې په لومړیو دریو اونیو کې پوځي عملیات په نسبتاً چټکۍ سره ترسره شول او په تېرو پنځو میاشتو کې بیا یو امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی.

ټرمپ دا هم وویل چې متحده ایالتونه د جګړې مخکې حالت په پرتله اوس له سیمې نه ډېر تېل وباسي او دا چې واشنګټن "د هرمز تنګي بشپړ کنټرول" لري." د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه چې د ایران "رژیم په نړېدو دی."

په مرکه کې، ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د ایران د سمندري ځواکونو، هوایي ځواکونو او هوایي دفاعي سیسټم د ویجاړولو یادونه وکړه او زیاته کړه چې تهران پر هرمز تنګي کنټرول له لاسه ورکړی دی.

د مرکې په بلې برخه کې، کله چې ترې وپوښتل شول چې که د ایران دولتي ځواکونه یو لوړپوړی امریکایی چارواکی ووژني نو د واشنګټن ځواب به څه وي، د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ: "هغوی [ایران] به ډېر وخت پاتې نه شي."

هیو هیویټ له ولسمشر ټرمپ څخه دا پوښتنه هم وکړه چې که د هغه د ولسمشرۍ په پای کې د "ایران لېونيان" لا هم په واک کې وي، ایا هغه به یې یوه ناکامي وګڼي. ټرمپ ځواب ورکړ: "هو، دا به یوه ناکامي وي. هو، زه به ووایم چې دا به یوه ناکامي وي."

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د ایران په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې له تهران سره معاملې ته اړتیا نشته.

ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشل په نوم ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پیغام کې ولیکل چې، "موږ له ایران سره معاملې ته اړتیا نه لرو. هغه ورځې ډېر پخوا تېرې شوې دي".

XS
SM
MD
LG