د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د 'ټرمپ تنګی' کنټرولوو؛ ایران به هېڅکله اټومي وسله ونلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په شپه (سپتمبر ۱۰) په ټکساس ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د ملي کنوانسیون په دویمه او وروستۍ شپه د وینا پر مهال وویل چې متحده ایالتونه پر هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري.

ټرمپ وویل: «موږ نه شو کولی ایران ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه ورکړو، او هغوی به هېڅکله اټومي وسله ونه لري... او په ضمن کې، موږ د هرمز تنګی کنټرولوو. زه ورته د 'ټرمپ تنګی' وایم. موږ د 'ټرمپ تنګی' کنټرولوو.»

ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانسیون په لومړۍ شپه هم ویلي وو چې له ایران سره جګړه به د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.

ټرمپ د ۲۰۱۵ کال د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ پر اټومي تړون نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه تړون ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لاره هواروله. هغه زیاته کړه چې که نوموړي دا تړون نه وای لغوه کړی او که د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه نه وای شوي، ایران به اټومي وسلو ته لاسرسی موندلی وای.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ایران د ترهګرۍ ملاتړی دولت او د منځني ختیځ زورواکی وباله، خو ویې ویل چې دغه هېواد «نور زورواکی نه دی.»

د جمهوري غوښتونکي ګوند ملي کنوانسیون د سپتمبر په ۹مه او ۱۰مه د ټکساس ایالت په ډالاس ښار کې د دې لپاره جوړ شو چې رایه ورکوونکي د سږکال په منځمهالو ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.

د امریکا منځمهالې ټاکنې، چې پکې د استازو جرګې ټول ۴۳۵ غړي او د سنا له ۱۰۰ څوکیو درېیمه برخه غړي ټاکل کېږي، د نومبر په ۳مه ترسره کېږي.

د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانسیون په دویمه ورځ، د ډونالډ ټرمپ سربېره د دې ګوند یو شمېر نورو مخکښو څېرو هم ویناوې وکړې، چې د استازو جرګې رئیس مایک جانسن او د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس هم پکې شامل وو.

ټرمپ یو ځل بیا پر دیموکراتانو سختې نیوکې وکړې او له امریکایي رایه ورکوونکو یې وغوښتل چې د نومبر په ټاکنو کې ګډون وکړي او د دیموکراتانو د بریا مخه ونیسي.

ډونالډ ټرمپ وویل: «له دوو کلونو څخه لږ وخت مخکې، د امریکا خلکو موږ ته دنده راوسپارله چې امریکا وژغورو، او په ۱۹ میاشتو کې مې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی؛ پوله خوندي شوې، عامه امنیت بېرته ټینګ شوی، مالیات کم شوي او د امریکا د انرژۍ سکتور ازاد شوی دی.»

د دیموکرات ګوند ملي کمېټه په پام کې نه لري چې د منځمهالو ټاکنو لپاره ځانګړی کنوانسیون جوړ کړي. دغې کمېټې امریکا غږ ته ویلي: «دیموکراتان به جمهوري غوښتونکي حساب ورکولو ته اړ کړي او له رایه ورکوونکو سره به د هغو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي چې تر ټولو زیات اهمیت لري، لکه د ژوند لګښتونو کمول او ارزانه روغتیايي خدمات.»

له منځمهالو ټاکنو مخکې د ګوندونو له خوا د ملي کنوانسیون جوړول معمول نه دي، او دا لومړی ځل دی چې جمهوري غوښتونکو داسې یوه غونډه په لار اچولې ده. خو ټرمپ د دې کنوانسیون په دویمه شپه کې د راتلونکي لپاره د ورته غونډو د جوړېدو احتمال رد نه کړ.

تر دې مخکې د امریکا دیموکرات ګوند د ۷۰مې لسیزې او د ۸۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې هم د منځمهالو ټاکنو له ترسره کېدو مخکې ورته غونډې جوړې کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG