د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران به ژر 'مات' او د تېلو بیې به راټیټې شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې واشنګټن به په چټکۍ تهران ته ماتې ورکړي او ورسره به د تېلو بیې راولوېږي.

ټرمپ د اېن بي سي مونټانا د ټلویزیوني شبکې سره په مرکه چې یوه برخه یې د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۵مه] خپره شوې ویلي چې دی به په یو نه یو ډول د تېلو بیې راټیټه کړي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "موږ به ایران ډېر ژر مات کړو او کله چې دا وشول، د تېلو او ډیزلو ]بیې] به د تېږې په څېر راولوېږي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر د چهار شنبې په ورځ [اکټوبر۱۴مه] په مونټانا کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وویل چې د ایران سره به جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ وویل چې ایران سمندري او هوايي ځواکونه نه لري، پوځیان یې ځپل شوي او ایراني رهبران له منځه وړل شوي دي.

د متحدو ایالتونو د ولسمشر په وینا اوسمهال د ایران د مشرانو تر ټولو مهمه غوښتنه داده چې "کیدای شي اجازه راکړئ ژوندي پاتې شو."

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د پنجشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې د ایران لخوا مطرح شوې درې "ناسمې ادعاګانې" رد کړې دي.


په یوې برخې کې سنټکام د هرمز تنګي د کنټرول په اړه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ادعا رد کړې او ویلي چې متحده ایالتونه او سیمه ییز شریکان یې په هرمز تنګي کنټرول لري.

په بله برخه کې سنټکام د سپاه پاسداران هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې د سناګاپور په بیرغ سمباله یوه کښتۍ په سمندري ماین برابره شوې. سنټکام وايي چې دغه کښتۍ د سپاه پاسداران په راکټ ویشتل شوې ده.

امریکايي پوځیانو په اردن کې د خپلو سلګونو ملګرو د وژل کېدو ادعا هم رد کړې او ویلي چې د جولای په میاشت کې درې امریکایي سرتېري د جګړې په ډګر کې هغه مهال ووژل شول چې متحدو ځواکونو د ایران د بریدونو مخه نیوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG