د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هره شپه ۳۰ کښتۍ د هرمز له تنګي څخه تېروو

ډونالډ ټرمپ - د متحدو ایالتونو ولسمشر
ډونالډ ټرمپ - د متحدو ایالتونو ولسمشر

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز پر تنګي د امریکا د کنترول په اړه په ټېنګار سره ویلي دي چې هره شپه شاوخوا ۳۰ تجارتي کښتۍ د امریکایي پوځیانو په مرسته له دې ستراتیژیکي سمندري لارې څخه تیریږي.

نوموړي چې د دوشنبې په ورځ (اګست ۳۱) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل:" پرون شپه، لکه څنګه چې پوهیږئ د بحري ځواکونو په مرسته، یو شمیر کښتي تیرې شوې او موږ په منځنۍ توګه هره شپه دیرش کښتۍ تیرو. دا غټ شمیر دی او ډیر تېل د وتلو په حال کې دي. په همدې دلیل لکه څنګه چې فکر کیده د تېلو بیه به لوړیږي، هغه لوړه نشوه."

ولسمشر ټرمپ یو وار بیا ایران یو (ماته خوړلی) هېواد وباله او د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل چې د ایران د رژیم په وړاندې د اټومي وسلو د کاریدو اړتیا نشته.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینټ له سي ان بي سي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې د امریکا له خوا د اقتصادي فشارونو او د ایران د سمندري محاصرې هدف، د داسې شرایطو رامنځ ته کول دي چې تهران د واشنګټن د شرایطو منلو او مذاکراتو ته د ستنیدو لپاره وهڅوي.

بسینټ تیره اوونۍ د ایران په وړاندې د اقتصادي انزوا عملیات پیل کړل. د بسینټ په وینا ددغو عملیاتو هدف دادی چې د ایران ټول اقتصادي شریانونه پرې شي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی مایک والز له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي دي چې د نړۍ هیوادونه باید د ایران په وړاندې د بندیزونو په لګولو سره، خپله ونډه ترسره کړي.

والتز وویل: نړۍ اوس باید خپله ونډه ترسره کړي:" بندیزونه ولګوي، له هغو خیالي بانکونو او شرکتونو سره چې ایران یې په پښو درولی، پریکنده چلند وکړي او حیاتي اقتصادي شاهرګونه یې پرې کړي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې امریکایي ځواکونو د یکشنبې په ماښام د ایران لارک جزیره بمبار کړه. د امریکایي پوځیانو په وینا، دغه برید د سپاه پاسداران د ماین ایښودونکو ځواکونو په وړاندې شوی دی. ایران ددغو بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د متحدو ایالتونو پر اډو بریدونه وکړل.

متحدو ایالتونو او ایران د روان کال د جون میاشتې په نیمایي کې یوې هوکړې ته ورسیدل، خو دا هوکړه د هرمز په تنګي کې پر تجارتي کښتیو د ایران له بریدونو وروسته، ولسمشر ټرمپ په جولای میاشت کې ملغی اعلان کړه.

خو د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د سه شنبې په ورځ په قرغزستان کې د خبرو پرمهال وویل، که متحده ایالات د شوې هوکړې ژمنو ته مخه وکړي، ایران به هم ورته کار وکړي.

متحدو ایالتونو اټومي وسلو ته د ایران د مخنیوي او د یاد هیواد د ګواښونو د له منځه وړلو په هدف، د روان کال د فبروري په ۲۸مه نیټه پر هغه هیواد د حماسي غضب په نامه نظامي عملیات پیل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG