د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې واشنګټن له تهران سره په "ګټورو بحثونو" بوخت دی.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر ۸مه] په خپلې ټروت سوشل ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې ایران به د اټومي وسلو خاوند نه شي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کرې: "موږ د ایران د اسلامي جمهوریت سره ګټورې خبرې اترې کوو."
ښاغلي ولسمشر په خپل پیغام کې دا هم لیکلي چې ایران له اقتصادي او پوځي اړخه په "بد حالت" کې دی او واشنګټن به د هرمز تنګي سمندري محاصرې ته دوام ورکړي.
پر ایران د احتمالي پوځي برید په اړه ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړې چې متحده ایالتونه به "د منځمهالو ټاکنو څخه مخکې په هېڅ وخت کې پر ایران برید" ونه کړي.
د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په درئېمه نېټه کېږي.
د ایران په اړه د تازه پیغام تر خپرولو مخکې، د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي و چې د سولې په چارو کې استازی سټیف وېټکاف د ایران په هوکړې کار کوي او "ډېر ښه پرمخ ځي".
د ایران د تسنیم خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په حواله خبر ورکړ چې تهران لا هم د واشنګټن هغه ځوابیه طرحه څېړي چې له مخې یې د هرمز تنګی په اوو ورځو کې بیا پرانیستل کېدای شي.
عراقچي پر ډېپلوماتیکو هڅو د ټینګار سربېره وویل چې ښايي تهران په راتلونکو څو ورځو کې خپل ځواب واستوي.
فورم \ دبحث خونه