ټرمپ د انویدیا د اجرائیوي رئیس په توګه د جېنسن هوانګ د بېرته ټاکل کېدو هرکلی کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انویدیا (NVIDIA) د مدیره پلاوي له لوري د جېنسن هوانګ د اجرائیوي رئیس په توګه د بېرته ټاکل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغه بېرته ګومارل د امریکا د اقتصاد او ملي ګټو لپاره مهم دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۳مه، خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشیل» کې ولیکل چې د انویدیا مدیره پلاوي د هوانګ د بېرته ټاکلو «سمه او مناسبه پرېکړه» کړې ده.

هغه زیاته کړې چې متحده ایالتونه په انویډیا کې د هوانګ د بېرته مشر کېدو له امله د ملي امنیت په برخه کې د اندېښنې لپاره هېڅ دلیل نه لري.

ټرمپ ویلي، د امریکا لویې څارنوالۍ هغه ته ډاډ ورکړی چې حکومت داسې شواهد نه لري چې وښيي هوانګ کوم ناقانونه عمل ترسره کړی دی.

ولسمشر ټرمپ هوانګ «ستر وطنپال او د ملت ملي شتمني» بللی او ویلي یې دي چې د هغه مشرتابه نه یوازې د انویدیا د بریا او پرمختګ، بلکې د امریکا د اقتصاد د سوکالۍ لپاره هم اړین دی.

د انویډیا د مدیره پلاوي پرېکړه

د انویډیا شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مدیره پلاوي یې په متفقه توګه جېنسن هوانګ د شرکت د اجرائیوي رئیس، ولسمشر او د مدیره پلاوي د غړي په توګه بېرته ټاکلی دی.

د شرکت په وینا، دا پرېکړه د هوانګ او د مدیره پلاوي ترمنځ له څو پړاونو خبرو وروسته شوې او پلاوی یې د هغه له څرګندونو او د شرکت د مشرۍ له وړتیا څخه ډاډمن شوی دی.

هوانګ د نومبر په ۱۲مه له خپلې دندې استعفا کړې وه. د هغه استعفا د یوې داسې لانجې په ترڅ کې وشوه چې د چین له استخباراتي ادارو سره د احتمالي اړیکو او د یوه بهرني استخباراتي فعالیت د راپورونو په اړه یې د شرکت او امریکايي چارواکو پام ځان ته اړولی و.

د انویدیا مدیره پلاوي ویلي چې د هوانګ په اړه خپلواکه څېړنه به د بېرته ګومارل کېدو سربېره هم روانه ساتي. شرکت همدارنګه د ملي امنیت او د صادراتو د کنټرول د مقرراتو د څارنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.

د صادراتو د محدودیتونو په اړه د ټرمپ ټینګار

ټرمپ په خپل پیغام کې له انویدیا غوښتي چې د امریکا د صادراتي کنټرول د مقرراتو د رعایت په اړه خپله هر اړخیزه داخلي څېړنه روانه وساتي.

هغه ویلي چې شرکت باید ډاډ ترلاسه کړي چې خپل قانوني مکلفیتونه پوره کوي او د امریکا د ملي امنیت د ساتنې په برخه کې خپل ملي مسوولیت ترسره کوي.

د انویدیا د پرمختللو کمپیوټري چپونو چین ته د احتمالي لېږد او د صادراتي محدودیتونو د سرغړونې په اړه اندېښنې د دې قضیې مهم اړخونه دي. د امریکا چارواکي هم د احتمالي سرغړونو او د بهرنیو استخباراتي هڅو په اړه څېړنې کوي.

د هوانګ بېرته ټاکل داسې حال کې دی چې انویدیا د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړۍ له مهمو شرکتونو څخه شمیرل کیږي او د دغه شرکت مشرتابه د امریکا د ټکنالوژۍ او اقتصادي سیالۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG