د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د کانګرس په استماعیه غونډه کې ګډون نه کوي


سپینې ماڼۍ ویلي چې دوي د استازو د مجلس د قضایه کمېټې په استماعیه غونډه کې برخه نه اخلي.

د کمېټې رئیس جېرولډ نډلر ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه سلاکارانو ته بلنه ورکړې وه چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

د تمې خلاف، ولسمشر ټرمپ د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره برېټانیا ته په سفر تللی دی.

د ولسمشر د استیضاح تحقیقات د جولاي په ۲۵ نېټه د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو له ټېلفوني مکالمې نه وروسته پیل شو.

ددغې مکالمې په ترڅ کې ظاهراً ټرمپ د کانګرس لخوا منظوره شوې پوځي بودیجه پدې شرط ځنډولې چې د اوکراین ولسمشر وېلادمیر زیلېنسکي د ټرمپ پر سیاسي سیال، تحقیقات وکړي.

تېره اونۍ په فلورېډا کې ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د استیضاح تحقیقات وغندل. دېموکراتان وایې چې د ټرمپ اعمال شوکې یا رشوت ته ورته دي.

ټرمپ د کانګرس په استماعیه غونډه کې ګډون نه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

XS
SM
MD
LG