د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو پوځیان شمېر راکموي


ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ نن چهارشنبه، سپتمبر نهمه (وږي ۱۹) له عراق نه د نورو امریکایي سرتیرو ایستل هم اعلان کړي.

د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې ددې اعلان وروسته به په راتلونکو ورځو کې ښاغلی ټرمپ له افغانستان څخه هم د نورو امریکایي سرتیرو ایستل اعلان کړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي نن د چهارشنبې په ورځ د امریکا غږ ته وویل چې د امریکا پوځ غواړي په افغانستان کې د میشتو ۸۶۰۰ سرتیرو شمیر د اکتوبر د میاشتې په پای او یا د نومبر په لومړیو کي ۴۵۰۰ ته راټیټ کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په عراق کې د میشتو ۵۲۰۰ سرتیرو شمیر به په روانه میاشت کې ۳۰۰۰ ته راټیټ کړي.

تیره میاشت د رویترز اژانس رپوټ ورکړی و چې د امریکا متحده ایالات غواړي په عراق کې د خپلو سرتیرو شتون راکم کړي.

امریکایي سرتیرو په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش پر ضد جګړه پرمخ بیوله. د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وایي اوس عراقي پوځیان ددې وړتیا لري چې پخپله د داعش د پاتې جنګیالیو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي عراق ته د سفر پر مهال ویلي چې: «مونږ د خپل شریک (عراق) د ظرفیتونو د لوړولو پروګرام ته دوام ورکوو چې د عراقي ځواکونو وړتیا لوړه شي او مونږ ته امکان راکړي چې په عراق کې خپل سرتیري راکم کړو.»

امریکا او عراق د جون په میاشت کې يو ځل بیا ژمنه وکړه چې په راتلونکو میاشتو کې په عراق کې د امریکایي قواو شمیر راکم کړي او دا چې واشنګټن په عراق کې د کومې اډې د جوړولو او یا د دایمي حضور پلان نه لري.

د عراق پارلمان د روان کال په لومړیو کې له هغه هیواد نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پریکړه وکړه. د امریکا متحده ایالاتو او نورو ایتلافي ځواکونو په عراق کې د خپلو سرتیرو د کمولو بهیر پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG