د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ د تلیفوني مکالمو د اوریدلو پر تحقیقاتو ټینگار کوي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي د بارک اوباما ادارې د جمهوري ریاست د کمپاین پر مهال د هغه تلیفوني مکالمې اورېدلې دي.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي د بارک اوباما ادارې د جمهوري ریاست د کمپاین پر مهال د هغه تلیفوني مکالمې اورېدلې دي.

د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې "اف بي آی" د عدلیې وزارت څخه غوښتي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال د ډانلډ ټرمپ د کمپاین د دفتر د ټیلفوني مکالمو د اوریدو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ ادعا رد کړي.

سپینې ماڼۍ د جمهور رئیس ډانلد ټرمپ د دغه تور په اړه چې د هغه په ودانۍ کې تیلفوني مکالمې د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما په امر اوریدل شوې دي هیڅ ثبوت ندی وړاندې کړی.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سېنډرز وایي "د جمهور رئیس ټویټونه ډېر واضح دي" او زیاتوي چې په دې اړه پوښتنې باید ځواب شي.

د یو چا مکالمې ضبطول د محکمې اجازې ته اړتیا لري خو دغه اجازه هم په پټه اخیستل کیږي.

د سپینې ماڼۍ پخواني مامورین دا ردوي چې اوباما قانون تر پښو لاندې کړی دی.

د کمپاین پر مهال د ټرمپ او اوباما ترمنځ سختې خبرې تبادله شوې خو وروسته یې یو او بل ستایلي و.
د کمپاین پر مهال د ټرمپ او اوباما ترمنځ سختې خبرې تبادله شوې خو وروسته یې یو او بل ستایلي و.

​پخوانی ویاند جاش ارنیسټ وایي "کیدای شي د سپینې ماڼۍ اوسنیو اوسیدونکو ته دا خبره عجیبه وي، چې جمهور رئیس دا صلاحیت نلري چې په یوازې سر د یوه بل امریکایي د مکالمې د اوریدلو امر ورکړي."

جمهور رئیس ټرمپ تر اوسه پورې نه دي ویلي چې د مکالمو د اوریدلو ادعا یې پر کوم بنسټ کړې ده.

سناتور لنسي گراهم وایي "زه به هغه وخت ډېر اندیښمن شم، که د اوباما حکومت د بهرنیو حکومتونو سره د ټرمپ د کمپاین د اړیکو پر اساس د هغه د مکالمو د اوریدلو لپاره د محکمې اجازه اخیستي وي".

دیموکرات سناتور ال فرانکلین د ټرمپ لخوا لگول شوي تورونه بل ډول توضیح کوي "زه فکر کوم چې هغه په دې کار د یوې جدي مسلې څخه چې زمونږ په دموکراسۍ کې د بهرني قوت مداخله ده، د خلکو پام بلخوا اړوي".

د ملي استخباراتو پخواني مشر جیمز کلېپر د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه د ټرمپ په ودانۍ کې د مکالمې د اوریدلو د امر په هکله مالومات نلري.

XS
SM
MD
LG