د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ کشر ورور د نامعلومې ناروغۍ له کبله مړ شوی


رابرټ ټرمپ د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ کشر ورور و.
رابرټ ټرمپ د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ کشر ورور و.

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کشر ورور، رابرټ ټرمپ د ۷۱ کالونو په عمر د نیویارک ایالت په یو روغتون کې مړ شوی.

ښاغلي ټرمپ په یوې اعلامیې کې د ځپل ورور په مړینې خفګان ښودلی او هغه یې خپل ملګری بللی.

په اعلامیې کې ویل شوي: "هغه یوازې زما ورور نه بلکې بهترین ملګری و او ډیر به مې یادیږي. د هغه یاد به زما په زړه کې تل ژوندی وي. رابرټ مینه درسره لرم او روح دې آرمه شه ".

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د خپل ورور د لیدو لپاره روغتون ته ورغلی و او د هغه سره یې تقریباً ۴۵ دقیقې وخت تیر کړی و.

په امریکایي مطبوعاتو کې ویل شوي چې رابرټ ټرمپ جدي ناروغ و خو د ناورغۍ په هکله یې نور معلومات ندي ورکړل شوي.

رابرټ د ټرمپ د کورنۍ تر ټولو کشر غړی و. هغه په ۱۹۴۸ کال کې زیږیدلي و.

د جمهور رئیس ټرمپ دې کشر ورور، د ټرمپ د سازمان یو مهم غړی و او د خپل ورور سر سخت ملاتړی و.

کله چې جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د جمهوري ریاست د مقام لپاره د کاندید کیدو پریکړه وکړله، رابرټ ټرمپ د نیویارک پوسټ سره په مرکې کې ویلي و چې زر په سلو کې د خپل ورور ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG