د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د امریکا په استخباراتي ادارو او د پوتین په صداقت باور لري


 د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې ویلي چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ټرمپ سره مرسته کړې ده
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې ویلي چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ټرمپ سره مرسته کړې ده

د متحده ایالاتو جمهور رئیس، ډونالد ټرمپ جنوب ختیځې اسیا ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ، پنځم هیواد، فلېپین ته ورسید. ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس به هلته د اسیان په غونډه کې برخه واخلي.

د فلېپین مرکز مانیلا ته د جمهور رئیس ترمپ د رسیدو سره سمدستي، شاوخوا ٣٥٠٠ مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې د امریکا سفارت لور ته لاریون وکړي.

فلیپیني مظاهره کوونکو په ترمپ غږ کاوو چې له هغه هیواده ووځي او د امریکا حکومت باندې یې تور لگاو چې ٥٠ کاله د مخه فلیېین یې مستعمره کړی و امریکا په بهر کې جگړو ته لمن وهي.

٢٣ کلنه مظاهره کوونکې، کرستین کاباردو وویل "مونږ پوهیږو چې امریکا په نړۍ کې او په بې وزلو هیوادونو کې چې غواړي ورننوځي، جگړو ته لمن وهي."

تر فلیپین مخکې جمهور رئیس ترمپ په ویتنام کې د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د ښو اړیکو دفاع وکړه.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د نوامبر دولسم) د ویتنام په پلازمینه هانوی کې د هغه هیواد د ولسمشر سره په گډه په یو خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

جمهور رئیس ترمپ پر ټولو هغو کسانو چې د ده په وینا ناپوهان دي او کرکه پالي او له روسیې په تېره له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ښو اړیکو لپاره د ده پر هلو ځلو انتقادونه کوي، لفظي برید وکړ.

د امریکا جمهور رئیس د خپل ټوېټرپاڼه کې یی په څو پیغامونو کې لیکلي چی، له روسیې سره د ښو اړیکو جوړول ښه کار دی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل چې د امریکا د اسخباراتي ادارو د هغو څرگندونو ملاتړ کوي چې وایي روسیه د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې مداخله کړې ده خو د ولادیمیر پوتین په صداقت باندې یې هم په اعتماد ټینگار وکړ چې دا ادعاوې یې رد کړي دي.

"زه باور لرم چې جمهور رئیس پوتین واقعاً احساس کوي او قوي احساس لري چې هغه زمونږ په انتخاباتو کې مداخله نده کړې. دا خو د هغه باور دی. خو زه باور لرم چې مونږ باید خپل کار ته پاملرنه وکړو او د سوریې، شمالي کوریا، اوکراین او د ترهگرۍ مسلې حل کړو."

جمهور رئیس ټرمپ ویلي د شمالي کوریا، سوریې، اوکراین او د ترورېزم ستونزې حل کړي او روسیه کولای شي، په دې برخه کې ډېره مرسته وکړي.

د ټوېتر په یوه پیغام کې ټرمپ لیکلي، جعلي خبري رسنۍ دا په یاد لري چې هیلري کلینټن د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه له روسیې څخه د ملگرتوب غوښتنه کړې وه، ولسمشر بارک اوباما هم دا هڅه کړې وه، خو له پوتین سره یې اړیکې کوم ځای ته ونه رسیدې.

ښاغلي ترمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د هغې وینا په ځواب کې چې دی یې یو زوړ لیونی بللی و، د خپل ټوېټر پر پاڼه لیکلي

"ما کله هغه ته لنډ چاغ سړی ویلي چې هغه ما زوړ سړی بولي."

خو هغه د خبریالانو یو پوښتنې ته چې ایا دی به کله هم د شمالي کوریا سره دوست شي وویل:

ولسمشر ترمپ زیاته کړه "دا ممکنه ده. په ژوند عجیبه شیان واقع کیږي. دا به هم یوه عجیبه شي وي خو یقناً امکان لري. که چیرې داسې وشو نو دا به ښه کار وي، نه یوازې د شمالي کوریا لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره به گټور وي."

ټرمپ په دې سفر کې هڅه وکړه چې د پیونګ یانګ د اټمي ارادو د کنترول دپاره ملاتړ تر لاسه کړي او پر سیمه ییزو قوتونو یې ټینګار وکړ چې د شمالي کوریا د حکومت پر ضد یو موټی شي

شمالي کوریا د شنبې په ماښام اسیا ته د ولسمشر ټرمپ سفر جنګ پاروونکی وباله او ویې ویل چې دا سفر به پیونګ یانګ نور هم خپل اټمي پروګرام بشپړولو ته ژمن کړي.

XS
SM
MD
LG