د لاس رسي وړ اتصالات

د تونس جمهور رئیس د ملک نه وتلی دی


د تونس جمهور رئیس د ملک نه وتلی دی
د تونس جمهور رئیس د ملک نه وتلی دی

د تونس د اساسي قانون شورا وایي چي جمهوررئیس زین العابدین بن علي د تل لپاره د هیواد نه ووت او د پارلمان رئیس فواد میبیزا په موقتي توګه د ملک واک اختیار ترلاسه کړی دی.

دغه شورا چي د تونس د اساسي قانون په چارو کي تر ټولو لوړ قانوني مقام دی، ویلي دي چي د هیواد نوی مشر دوې میاشتي وخت لري چي د جمهوري ریاست انتخابات تر سره کړي.

دغي شورا دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وکړ چي د تونس جمهوررئیس

ښاغلی بن علي له یو لړ زیاتو مرګانیو او سختو بلوا ګانو او مظاهرو نه وروسته چي په ملک کي یې وسوې، سعودي عربستان ته وتښتید. صدراعظم

( محمد غنو چي ) اصلا وویل چي دی به د موقتي جمهوررئیس په توگه کار کوي.

له بلي خوا بیگاه بلواکونکو په تونس کي د اورګاډي لوی سټیشن ته اور واچاوه او دوکانونه یې چور او تالان کړل. د رویتر خبري آژانس رپوټ ورکوي چي نن د تونس په یوه زندان کي د اورلګیدو په پېښه کي په لسګونو بندیان مړه سوي دي. دا زندان د

( موناستر ) په ګوښه ښار کي واقع دی او د اورلګیدو په وخت ځیني بندیان د زندان تښتیدلي دي.

تونس په شمالي افریقا کي د مدیترانې د بحیرې په غاړه د الجزایر او لیبیا ترمنځ پروت دی. د ٢٠١٠ کال د جولای ترمیاشتی پوري یې د نفوسو شمېر لس ملیون پنځه سوه نهه اتیا زره او پنځه ویشت تنه وو. ٩٨ فیصده خلک یې عرب دي، یو فیصد اروپایان او یو فیصد یهود او نور دي. ٩٨ فیصد خلک مسلمانان یو فیصد عیسویان او یو فیصد یهودان او نور دي. ژبي یې عربي او فرانسوي دي.

حکومت یې جمهوري دي.

تونس د ١٩٥٦ کال د مارچ په ٢٠ مه د فرانسې نه خپلواکی ترلاسه کړه.

حبیب بو رقیبه یې لومړی جمهوررئیس و. هغه د ١٩٨٧ کال د نومبر په ٧ مه د

زین العابدین بن علي له خوا چي په هغه وخت کي د تونس صدراعظم و، راوپرځول سو چي تر اوسه لا د ملک جمهوررئیس دی.

XS
SM
MD
LG