د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان استانبول ته ستون شو، وايي پوځ تصفیه کوي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اوردوګان د کودتاه وروسته د مطبوعاتو سره د خبرو پرمهال
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اوردوګان د کودتاه وروسته د مطبوعاتو سره د خبرو پرمهال

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په استانبول کې د اتاترک هوایي ډګر ته ورسیدی او ګڼ شمیر خلک یې د هرکلي لپاره هوایي ډګر ته ورغلل.

اردوغان وايي د ترکیې پوځ به له ټولو هغو عناصرو پاک کړي چې په کودتاه کې لاس درلود.

د ترکیې استخباراتي او جګپوړي حکومتي چارواکي وایي چې کودتاه ناکامه او شنډه شویده.

د ترکیې چارواکو ویلي دي چې په چاودنو، ډزو او هوایي جنګونو کې لږ تر لږه اولس تنه وژل شوي دي. د تقسیم په څلور لاره کې د دوه غټو چاودونو غږونه اوریدل شويدي. ریپوټونه وايي چې پولیس او پوځ په یو بل ډزې کوي.

د ترکیې د پارلمان رئیس اسماعیل قهرمان وایي یو بم د عامه اړیکو په څانګې لګیدلی او څو تنه د پولیسو افسران یې ژوبل کړیدي.

د جمهور رئیس اردوغان د دفتر یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د پوځ شاوخوا پنځوس صاحب منصبان نیول شوي دي.

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د اتاترک په هوایي ډګر کې مطبوعاتو ته خبرې وکړې. ښاغلي اردوغان وویل د وسله والو ځواکونو یوه کوچني اقلیت د ناکامې کودتاه هڅه کړې چې دا "کودتاه د خیانت عمل دی او کودتاه کوونکي به د خپل عمل لوړ قیمت ادا کړي".

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د سي ان ان ترکیې ژبې تلویزون سره په مرکې کې دغه کودتاه په وسله والو ځواکونو کې د یو کوچني اقلیت لخوا پاڅون وبلی. د ښاغلي اردوغان دفتر پدې تبصره ونکړه چې هغه چیري دی خو دومره یې وویل چې هغه په یوه خوندي ځای کې دی.

په ریپوټونو کې راغلي چې پولیسو او پوځ د استانبول د تقسیم په څلور لارې کې په یو بل ډزې کړي او د چاودنو غږونه هم اوریدل شویدي. د تقسیم څلور لاره په ترکیې کې یوه مشهوره څلور لاره ده او مظاهره کونکي تل په همدې څلور لاره کې راټولیږي.

پوځ څه وايي؟

د یادونې وړ ده چې د ترکیې یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې کودتا ناکامه سوې ده .دغه چارواکي ویلي دي چې حکومتي ادارې د حکومت په لاس کې دي. دغه چارواکي ویلي دي چې د پوځ لوی درستیز تر اوسه په عامه توګه ندی راښکاره شوی.

خو وضیعت مغلق ښکاري او د پیښې په هکله واضیح معلومات نه دي ورکړل شوي اوس هم معلومه نه ده چې بشپړ واک د چا په لاس کې دی. پوځ په یوې بیانیې کې چې د ایمل له خوا او په تلویزون کې خپره شوې ویلي چې قدرت یې نیولی او څو ملکي مشران یې هم نیولي دي. دا چې څوک یې نیولي دي په دې هکله یې وضاحت نه دی ورکړی.

د پوځ په بیانیې کې راغلي چې "قدرت د ډیوکراتیک نظام د ساتلو دپاره نیول شوی او دا چې د بشر حقوق به رعایت شي".

خو د ترکیې لومړي وزیر بینالي یلدیرم بیا وویل چې "د پوځ د یوې ډلې دې اقدام ته باید د کودتاه خطاب ونشي بلکې دا یو غیر قانوني اقدام و چې د پوځ یوې ډلې د خپلې قوماندۍ څخه سرکشي کړې ده".

ښاغلي یلیدیرم د ان ټي وي په نامه په یوه خصوصي تلویزون کې وویل چې ملکي حکومت چې د خلګو له خوا ټاکل سوی دی اوس هم په ترکیې کې حاکم دی.

په سیمه کې خبریالان وايي چې د پوځ جټ الوتکې د پلازمینې انقرې په فضا کې په ټیټه سطح پروازونه کوي او په پایتخت کې ډزې اوریدل شوي دي.

د سجیه حسین عظمت په نامه یوه افغانه چې د اتاترک په هوايي ډګر کې یې پرواز درلودی او پرواز یې فسخ شوی امریکا غږ ته یې په مرکې کې وویل چې په څو سیمو کې د پوځ او مظاهره چیانو ترمنځ اخو ډب سوی دی. هغه داسې وویل ،، ټول سړکونه بند دي او زه د هوايي ډګر څخه راووتم اوس کور ته روانه یم ځکه چې ټول پروازونه لغوه شول. پر سړکونو د پوځ ټانکونه ولاړ دي. عام خلګ د پوځیانو پرخلاف مظاهرې کوي او د پوځیانو ټانکونو ته ختلي دي.،،

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر افکن علا وایي د لوی درستیز، د ترکیې د وسله والو ځواکونو او پولیسو ګډ ځواکونه د هغو کسانو په خلاف عمل کوي چې د کودتاه هڅه یې کړیده.

ښاغلي علا کودتا کوونکي " بدمعاشان" وګڼل او ویې ویل چې په یو څو خاصو ځایونو کې پټ شویدي.

د کورنیو چارو وزیر د ان ټي وي تلویزیون سره په ټیلیفون خبرې کولې او د خلکو څخه یې وغوښتل چې " نه دي ویریږي او د امنیتي ځواکونو ملاتړ دي وکړي. "

ښاغلي علا زیاته کړه چې "دا بدمعاشان یوازې غواړي چې خلک وډاروي".

د ترکیې دولتي خبري اژانس وایي د انقرې څخه دباندي د خاصو عملیاتو ځواکونو په مرکزي قوماندانۍ د هیلوکوپتر په برید کې د پولیسو اوه افسران وژل شوي دي.

په انقرې کې د ډزو او چاودنو غږونه هم اوریدل شویدي. پخپله د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان دې خبرې ته چندانې اهمیت ندی ورکړی چې کنترول د پوځ په لاس کې دی او د خلکو نه یې غوښتي دي چې د حکومت په طرفدارۍ دې مظاهرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ غبرګون

سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس براک اوباما د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره په ټلفون کې د ترکیې د وضعیت په هکله خبرې کړیدي.

سپینه ماڼۍ وایي ښاغلي اوباما او ښاغلي کري پدې موافقه وکړ چې په ترکیه کې ټولې ډلې باید چې د حکومت څخه ملاتړ وکړي چې په دیموکراتیکه توګه د خلکو په رایو ټاکل شوی دی. هغوي د خلکو نه هم غوښتې دي چې د آرامۍ څخه دي کار واخلي او د تشدد او وینې تویدو مخه دې ونیسي.

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري همدارنګه د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاوغلو سره خبرې کړیدي د ملکي حکومت او دیموکراتیکو ادارو سره یې د امریکا په همکارۍ ټینګار کړی دی.

ویل کیږي چې په ترکیه کې د ټولنیزو رسنیو شبکې، فیس بوک او ټویټر بند شویدي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولیا ویلي دي چې په انقرې کې د پارلمان په ودانۍ بم لګیدلي . د سي ان ان امریکایي تلویزیون د ترکیې څانګې بیا ویلي دي چې پدې چاودنې کې څو تنه پولیس او د پارلمان کارکوونکي ژوبل شویدي.

نړیوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په ترکیې کې د آرامۍ غږ کړی دی او ویلي دي چې وضیعت د نږدې څخه څاري.

د بانکي مون ویاند فرهان حق وايي چې عمومي منشي په ترکیې کې د کودتاه د هڅې څخه خبر دی او ملګري ملتونو هڅه کوي چې د سیمې څخه وضاحت او نور معلومات ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټول ټنبرګ د ترکیې اساسي قانون او دیموکراتیکه ادارو ته د درناوي غوښتنه کړیده.

ښاغلي سټول ټنبرګ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې " د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاو اوغلو سره یې خبرې کړیدي"

په اعلامیې کې ویل شویدي چې په ترکیه کې د حالاتو په هکله اندیښنه لري او د نږدې نه یې څاري.

ترکیه د ناټو متحد او غړی هیواد دی. د ناټو مشر همدارنګه د آرامۍ او حوصلې غوښتنه کړې ده'

په یونان کې بیا چې د ترکیې ګاونډی هیواد دی، وسله والو ځواکونو او پولیسو عاجله غونډه کړې او د ترکیې د وضعیت په هکله یې خبرې کړیدي. د حکومت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د لومړۍ درجې احظاراتو ته چمتووالی نیولی.

XS
SM
MD
LG