د لاس رسي وړ اتصالات

​ترکیې له ټاکنو مخکې داعش سره د اړیکو په تور ۱۴ تنه ونیول


د ترکیې یو‏ دولتي ټلویزیون خبر ورکړ چې د ترکیې امنیتي موظفینو د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پورې ۱۴ تړلي شکمن کسان نیولي چې غوښتل یې د یکشنبې د ورځې د ټاکنو پرمهال برید وکړي.

ددې راپور پر اساس دا ۱۴ کسان د بهرنیو هيوادونو وګړي دي چې د جمعې په سهار د ترکیې په مرکز انقره کې په جلا عملیاتو کې په خپلو استوګن ځایونو کې نیول شوي دي.

خو تر اوسه دا ندي ویل شوي چې له دې کسانو څخه څه ډول مواد او توکي نیول شوي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي که جمهور رئیس اردوغان د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې برلاسی شي په ترکیه به خپله واکمني نوره هم ټینگه کړي، خو ددې انتخاباتو گټل چې د ټاکل شوې مودې نه یې څه دپاسه یو کال رامخکې کړل ښایي د هغه د هیلې سره سمه نتیجه ورنکړي.

له بلې خوا د اروپایي پارلمان د امنیت او همکارۍ سازمان وایي ترکیې دوو انتخاباتي څارونکو ته چې یو یې د جرمني د چپ اړخه گوند غړی اندریج هونکو او بل یې د سویډن د کوچني چاپریال پلوه گوند غړی جبار امین دي، له ویزې ورکولو ډډه کړې ده. دغو دواړو سیاستوالو د ترکیې په اړه سیاسي تبصرې کړې وې.

داعش په تیرو کلونو کې د ترکیې په مختلفو برخو کې بریدونه کړي چې وروستی یې په ٢٠١٧ کې د نوي کال په شپه د استانبول د شپې پر یو کلپ وو چې پکې ۳۹ ډیرش کسان ووژل شول.

ټاکل شوېده ترکان د یکشنبې په ورځ ددې هيواد په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG