د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه له کرونا ځپلې امریکا سره روغتیایي مرستې کوي


په روغتیایي تجهیزاتو او طبي حفاظتي وسایلو بار یوه ترکي پوځي الوتکه د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۸ (غويي ۹) د امریکا د متحده ایالاتو په لور الوتې چې د خپل سخت کرونا ځپلي ناټو متحد هیواد سره مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالات چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله په کروناویروس تر ټولو ډېر کسان په کې مړه شوي، د ترکیې له خوا د ۵۰۰زره طبي ماسکونوپه ګډون د روغتیایي حفاظتي وسایلو د مرستې هرکلی کړی دی.

په ترکیه کې د امریکا سفیر ډیوید سترفیلډ ویلي چې: «دغه لیږدونه شيي چې: "د امریکا-ترکیې اړیکې غښتلې دي او (ترکیه) زمونږ ډیر مهم متحد هیواد دی."

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د سه شنبې د ورځې اپریل ۲۸ تر سهاره په امریکا کې ۹۸۸۴۶۹ کسان په کروناویروس اخته شوي چې ددې جملې نه څه دپاسه ۵۶ زره تنه یې مړه شوي دي.

د امریکا سره د ترکیې روغتیایي مرسته پداسې حال کې کیږي چې د واشنګټن او انقرې اړیکې پر ایران باندې د بندیزونو، په سوریه کې د امریکا د پالیسۍ او د روسیې نه د میزایلو د دفاعي سیستم د اخیستلو پر سره خړې پړې شوې دي.

ترکیه پلان لري چې په همدې میاشت کې د روسيې څخه د S-400 په نامه د میزایلو دفاعي سیستم ولیږدوي، خو یو لوړ پوړي ترکي چارواکي ویلي چې انقره ښایي دغه اقدام وځنډوي. ترکیه اندیښنه لري چې ښایي د امریکا متحده ایلات پرې پدې خاطر بندیزونه ولګوي او د کروناویروس په وجه یې ځپل شوی اقصاد ښایي نور هم وځپل شي.

انقرې له امریکا غوښتي چې پر اقتصاد باندې یې د کروناویروس د منفي اغیز سره د مقابلې لپاره د پیسو د تبادلې په امکاناتو کې مرسته وکړي.

ترکیې همدا اوس د ایټالیا، اسپانیا، بریتانیا، ایران، چین او بالکان هیوادونو په ګډون د نړۍ ۵۵ هیوادونو سره د روغتیایي وسایلو او تجهیزاتو مرستې کړې دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې ترکیه کې د کروناویروس ۱۱۲ زره مثبتې پیښې ثبت شوي او تر اوسه پدې هیواد کې ۲۹۰۰ کسان مړه شوي دي. خو ترکي مقاماتو ویلي چې د کروناویروس خپریدل پدې هیواد کې ورو شوي او پدې وجه د ورځنیو مړینو شمیر ۹۵ تنو ته راټیټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG