د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د امریکا د خبرداري سره سره له روسیې څخه وسلې پیري


امریکا ترکیې ته خبرداری ورکړی چې بندیزونه به پرې ولګوي
امریکا ترکیې ته خبرداری ورکړی چې بندیزونه به پرې ولګوي

د متحده ایالاتو د خبرداریو او اعتراضوو سره سره، ترکیې ویلي لا هم نیت لري چې له روسیې څخه د توغندیو د دفاع (ایس-۴۰۰) سیستم وپیري چې ښایي د امریکا او ترکیې تر منځ چې دواړه یې د ناټو متحدین دي، د اړیکو درز لا پراخ کاندي.

واشنګټن وایي د توغندیو د دفاع دا سیستم یې د ایف – ۳۵ جنګي جیټ الوتکو او په لویه کې د ناټو دفاعي سیسټمونو ته خطر پیښوي خو ترکیه بیا وایي پدې نده توانیدلې چې د ناټو د هیڅ یو غړي هیواد نه پداسې شرایطو د هوایي دفاع سیستم واخلي چې د رضایت وړ وي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۲۶ د امریکا د سي بي اس تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې "په راتلونکې کې هیڅوک پدې کې مداخله نشي کولی چې مونږ څه ډول دفاعي سیستم، د کوم هیواد څخه او په کومه کچه اخلو".

ښاغلي اردوغان پدې مرکې همدرانګه وویل، " دا پریکړه یوازې مونږ کوو او هیڅوک پکې مداخله نشي کولی."

د ترکیي جمهور رئیس په خپلو خبرو کې دا ونه ویل چې هدف یې کوم هیواد و خو متحده ایالاتو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې وروسته تر هغې چې ترکیې د روسیې نه د (ایس – ۴۰۰) د توغندیو د هوایي دفاع د سیستم لومړۍ جوپه تر لاسه کړله، ددې هیواد د دفاع د صنعت په ریاست، د همدې ادارې په مشر اسماعیل دمیر او درې نورو ماموریونو بندیزونه ولګول.

د روسیې نه ترکیې ته د دې توغندیو د دویمې جوپې د لیږد پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ خبرې روانې دي او واشنګټن په پرله پسې توګه خبرداری ورکړی چې که ترکیه دا کار وکړي، په یقیني توګه به بیا د بندیزو د لګیدو سبب شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، "مونږ په هره کچه او فرصت د ترکیې نه غواړو چې د ایس-۴۰۰ سیستم او اضافي روسیي نظامي تجهیزاتو د اخیستو نه دې ډډه وکړي. "

د بهرنیو چارو د وزارت دې ویاند وویل که ترکیه دا کار وکړي، د بندیزونو د لګیدو خطر شته دی.

خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدرانګه وویل چې متحده ایالات ترکیه خپل متحد بولي او "سره لدې چې مخالفت به سره لرو خود همکارۍ پیاوړي کیدل ورسره غواړي."

XS
SM
MD
LG